ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درېیو مرستندویه بنسټونو کندوز کې ۲۵ زره ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې  

درېیو مرستندویه بنسټونو کندوز کې ۲۵ زره ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې  

author avatar
21 Sep 2024 - 13:57
درېیو مرستندویه بنسټونو کندوز کې ۲۵ زره ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې  
author avatar
21 Sep 2024 - 13:57

 کندوز ښار (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۳): د کندوز سیمه‌ییز مسوولین وايي، درېیو مرستندویه بنسټونو د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۷۰۰ سیمه‌ییزو ټولګیو په جوړولو سره ۲۵ زره ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

د کندوز د پوهنې رییس مولوي حزب‌الله مبشر پژوک خبري اژانس ته وویل، دغه ټولګي هغو سیمو کې چې له دولتي ښوونځیو لرې پرتې دي، جوړ شوي او ۲۵ زره نجونو او هلکانو ته پکې د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

هغه زیاته کړه: «درېیو مرستندویه موسسو په کندوز کې ۷۰۱ ټولګي جوړ کړي چې د مرکز په ګډون په ۷ ولسوالیو کې فعالیت کوي او د زده‌کوونکو شمېر یې څه باندې ۲۵ زره دی.»

په ورته مهال، د کندوز اوسېدونکي او زده‌کوونکي د یادو ټولګیو پر جوړېدو خوښ دي.

د کندوز یو اوسېدونکی محمدالله وايي: «د یادو ټولګیو جوړېدل ډېر اغیزناک دي، موږ د پوهنې ریاست په دې اقدام خوښ یو، غوښتنه مو دا ده چې دا پروسه لا پراخه شي.»

د کندوز یوه اوسېدونکي عثمان په دې اړه وویل: «هغو سیمو کې چې ښوونځي لرې دي، د ځایي ټولګیو جوړول ډېره ګټه لري، هغه واړه ماشومان چې ډېر لرې نشي تللای کولای شي چې په همدې ټولګیو کې زده‌کړې وکړي.»

د سمېع‌الله په نوم یو ماشوم چې په همدې محلي ټولګیو کې پر زده‌کړه بوخت دی، پژواک ته وویل: «پخوا به ښوونځي ته نه تلو، اوس چې دا ښوونځی جوړ شوي، نور ماشومان هم راځي او یو ځای درس وایو.»

د کندوز د پوهنې ریاست مسوولین په داسې حال کې په دغه ولایت کې د دغو ټولګیو د جوړېدو خبره کوي چې له دې مخکې د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو په هغو سیمو کې چې له ښوونځيو لرې پرتې دي، د زده‌کړو د لا ډېرو زمینو د برابرېدو غوښتنه کړې وه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.