ژبه

د ولسمشرۍ یو نوماند ولسمشر غني د ټاکنو په چارو کې پر لاسوهنه تورنوي

کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۹۸): د ولسمشرۍ یو نوماند د ټاکنو په چارو کې د ارګ له لاسوهنې اندېښنه ښيي او وايي چې خپله ولسمشر د ټاکنو په چارو کې مداخله کوي.

د ولسمشرۍ ټاکنو یو نوماند محمد شهاب حکیمي په داسې حال کې د ټاکنو په چارو کې د ارګ له لاسوهنې اندېښنه ښيي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال مولانا عبدالله پرون (د غبرګولي ۳۰مه) په ارګ کې ځیني کسان د یاد کمېسیون د کارکوونکو په ګومارنو کې پر مداخلې تورن کړل.

خو حکیمي څرګنده کړه چې به ارګ کې هېڅ یوه کړۍ د کمېسیون په ګومارنو کې مداخله نه کوي، بلکې خپله ولسمشر مداخله کوي.

نوموړي د ټاکنو په چارو کې د ارګ پر مداخلې د نیوکې تر څنګ وویل: ((موږ د ولسمشرۍ نوماندانو له دې مخکې هم د ټاکنو په چارو کې د ارګ پر لاسوهنو اندېښمن وو او اوس هم یو، تر څو چې زموږ اندېښنې نه وي رفع شوې، پر رڼو، عادلانه او ټول منلو ټاکنو شک لرو.))

هغه وویل چې په ارګ کې کړۍ نشته، بلکې ولسمشر د هدایت له مخې، مستقیماً د ټاکنو په چارو کې مداخله کوي.

هغه زیاته کړه: ((ارګ په ځانګړې توګه ولسمشر هېڅکله نه غواړي چې د افغانستان د خلکو لپاره رڼې، عادلانه او ټولمنلې ټاکنې ترسره کړي، له همدې امله پرون د ټاکنو کمېسیون مرستیال په ډاګه د ټاکنو په کمېسیون د ارګ له لاسوهنې اندېښنه وښوده.))

حکیمي وویل، هغه حکومت چې د درغلۍ او سرغړونو پر اساس جوړ شوی وي، هېڅکله د رڼو ټاکنو ترسره کولو اراده نه لري.

هغه زیاته کړه: ((موږ د ټاکنو کمېسیون په چارو کې د ارګ له لاسوهنو د پردې پورته کولو برخه کې د مولانا محمد عبدالله له دریځه ملاتړ کوو او له نورو کمېشنرانو هم غواړو چې خپله خپلواکي وساتي.))

هغه له ولسمشر او د هغه ټیمه وغوښتل څو د ټاکنیزو کمېسیونونو غړو ته وخت ورکړي چې خپل کارونه په پوره خپلواکۍ کې ترسره کړي څو د رڼو، عادلانه او سراسري ټاکنو شاهدان و اوسو.

هغه خبرداری ورکړ، که د ارګ لاسوهنې دوام پیدا کړي، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان به نه یوازې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي، بلکې ټاکنې به تحریم کړي.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د ټاکنو کمېسیون په چارو کې د ارګ د لاسوهنې د رد تر څنګ ویلي: ((ګومارنې د ټاکنیزو کمېسیونونو او اداري اصلاحاتو له واکونو څخه دي او ارګ په دې برخه کې دخیل نه دی.))

هغه څرګنده کړې ده چې مولانا عبدالله د دې پر ځای چې عامه افکار ګډوډ کړي او ټول یاد کړي، ښه به دا وي چې تورنې کړۍ رسنیو او خلکو ته افشا کړي.

ټاکل شوې د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږم ترسره شي او د دې څوکۍ لپاره به ۱۸ نوماندان په خپلو کې رقابت وکړي.