کابل (پژواک، ١٥ زمرى ٩٨): د ملي تدارکاتو کمېسيون د ٢٩١ ميليونه افغانيو په ارزښت ١١ مورده منظور کړي دي.
له ارګه د زمري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
سرچينې زياته کړې، په دې غونډه کې ۱۲ تدارکاتي مورده و ارزول شول چې په پایله کې یې کمېسیون له ۲۹۱ میلیونو څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۱۱ مورده منظور کړل.
په خبرپاڼه کې راغلي، وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او بهرنیو چارو وزارتونو د قونسلي خدمتونو لپاره د اسان خدمت ادارې د طرحې په اړه د لارښوونې وړاندیز ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړ چې کمېسیون منظور کړ او د اسان خدمت ادارې ته یې دنده وسپارله چې د خدمتونو په وړاندې کولو کې دې د ځنډ د مخنيوي په موخه د انتقال مرحله په پام کې ونیول شي او هڅه دې وشي چې د اسنادو د تايیدۍ په پروسه کې اسانتیا رامنځته شي.
خو د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معینیت د اړتیا وړ په ۱۱ لاټونو کې شامل د اسلامي تعلیماتو د مدرسو د ۱،۹ میلیونه ټوکه درسي کتابونو برابرولو او چاپ پروژې د قرارداد تعدیل (د مودې غځولو) د منظورۍ وړاندیز کمېسیون بېرته ور وګرځاوه او دغه وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې ملي تدارکاتو کمېسیون ته دې د تعدیل د وړاندیز دلایل او د پروژې د جریان راپور وړاندې کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په همدې حال کې د 2G, 3G, & 4G BTS پروژې د تدارکاتي مرحلو د ارزونې راپور په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې وړاندیز د ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې شو چې ملي تدراکاتو کمېسیون منظور کړ.
ولسمشر غني پر یادې پروژې د بحث پر مهال د مالیې او مخابراتو وزارتونو، د ملي احصایې او ملي تدارکاتو ادارو ته دنده وسپارله چې له افغان ټلیکام شرکت سره په همکارۍ دې له څو انحصاري شرکتونو د دغه شرکت د قراردادونو لرې کولو طرحه ترتیب او کمېسیون ته وړاندې کړي.
سربېره پر دې، په یاده پروژه کې د دغه وزارت د یوه کارکوونکي له خوا د ګټو د تضاد پر موضوعاتو هم بحث وشو او تصمیم ونیول شو چې د ګټو د تضاد موضوع دې عدلي او قضایي ادارې و ارزوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د غونډې په پای کې د پنجشېر ولایت د پارنده ۴ ميګاواټه مایکروهایډل پروژې د ځنډ، تعدیل او تمدید د جریمې د وضع کولو د څرنګوالي په اړه د انرژۍ او اوبو وزارت وړاندیز له ارزونې وروسته منظور شو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP