کابل (پژواک، ٢٤زمرى ۹۸ ) : په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفير وايي چې په افغانستان کې د تلپاتې او باعزته سولې، د ولسواکو ارزښتونو او د ولسمشریزو ټاکنو ټینګ ملاتړ کوي .
له ارګ څخه د زمري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اروپايي ټولنې سفیر پییر مایډون پرون په ارګ کې له ولسمشر سره وکتل.
سرچينې زياته کړې، په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا، د سولې پروسې، ولسمشریزو ټاکنو، اقتصادي او دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د اروپايي ټولنې سفیر وویل، دوی په افغانستان کې د تلپاتې او باعزته سولې، د ولسواکو ارزښتونو او د ولسمشریزو ټاکنو ټینګ ملاتړ کوي او د اساسي او ستراتېژیک شریک په توګه به د افغانستان د حکومت او خلکو ترڅنګ وي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو د مرستو او همکاریو قدراني وکړه او د اروپایي ټولنې سفیر څخه یې د تلپاتې او باعزته سولې، د ولسواکو ارزښتونو او ولسمشریز ټاکنو د ملاتړ له امله مننه وکړه او ويې ویل، افغانستان د اروپایي ټولنې په ګډون له خپلو ټولو نړیوالو شریکانو سره د ښو او دوامداره اړیکو غوښتونکی دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP