ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروپايي ټولنه : د افغانستان د باعزته سولې او ولسمشريزو ټاکنو ملاتړ کوو

اروپايي ټولنه : د افغانستان د باعزته سولې او ولسمشريزو ټاکنو ملاتړ کوو

author avatar
15 Aug 2019 - 16:12
اروپايي ټولنه : د افغانستان د باعزته سولې او ولسمشريزو ټاکنو ملاتړ کوو
author avatar
15 Aug 2019 - 16:12

کابل (پژواک، ٢٤زمرى ۹۸ ) : په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفير وايي چې په افغانستان کې د تلپاتې او باعزته سولې، د ولسواکو ارزښتونو او د ولسمشریزو ټاکنو ټینګ ملاتړ کوي .

له ارګ څخه د زمري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  د اروپايي ټولنې سفیر پییر مایډون پرون په ارګ کې له ولسمشر سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا، د سولې پروسې، ولسمشریزو ټاکنو، اقتصادي او دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د اروپايي ټولنې سفیر وویل، دوی په افغانستان کې د تلپاتې او باعزته سولې، د ولسواکو ارزښتونو او د ولسمشریزو ټاکنو ټینګ ملاتړ کوي او د اساسي او ستراتېژیک شریک په توګه به د افغانستان د حکومت او خلکو ترڅنګ وي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو د مرستو او همکاریو قدراني وکړه او د اروپایي ټولنې سفیر څخه یې د تلپاتې او باعزته سولې، د ولسواکو ارزښتونو او ولسمشریز ټاکنو د ملاتړ له امله مننه وکړه او ويې ویل، افغانستان د اروپایي ټولنې په ګډون له خپلو ټولو نړیوالو شریکانو سره د ښو او دوامداره اړیکو غوښتونکی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.