دویم تعقيب - کابل (پژواک، ۲۸ تله ۹۸): د ميدان وردګو د والي د موټرو پر کاروان موټر بم چادونه شوې، هغه له دې چاودنې روغ وتلی، خو درې ترافيک پوليس په کې وژل شوي دي.
د میدان وردګو د والي وياند مُحب الله شريفزي پژواک خبري اژانس ته وويل، نن ماسپښين کابو درې بجې د ميدان وردګو د مرکز ميدان ښار کوتل ته نږدې د میدان وردګو پر والي مظفرالدين يمين موټر بم چادونه شوې، خو هغه ته زيان نه دی اوښتی.
دی زياتوي، د دغه موټربم موخه د ميدان وردګو والي و چې له امله يې درې ترافيک پوليس وژل شوي دي.
ځينې راپورونه بيا وايي چې په دې بريد کې د والي دوه ساتونکي هم ټپيان دي.
تر دې دمه د دې چاودنې مسووليت چا نه دى منلى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن