ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ د نفوسو احوال د ثبت اداره کوچیانو ته یوازې په اوړي کې تذکره ورکوي

د بلخ د نفوسو احوال د ثبت اداره کوچیانو ته یوازې په اوړي کې تذکره ورکوي

author avatar
28 Dec 2019 - 16:15
د بلخ د نفوسو احوال د ثبت اداره کوچیانو ته یوازې په اوړي کې تذکره ورکوي
author avatar
28 Dec 2019 - 16:15

مزارشريف (پژواک، ۷ مرغومی ۹۸): په بلخ ولايت کې مېشت کوچیان د تابعیت تذکرو اخیستو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

دوی زياتوي چې د بلخ د نفوسو احوال د ثبت اداره يواځې د اوړي په درېیو مياشتو کې دوی ته تذکره ورکوي او نورو وختونو کې کوچيانو ته د تذکرو د ورکړې پروسه بنده ده.

کوچيان وايي چې د تذکرو د نه درلودو له امله د سفر او سوداګرۍ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

د بلخ ولايتي شورا وايي چې کوچيانو تر اوسه دوی ته په دې تړاو شکايت نه دی کړی او که په دې برخه کې ستونزه لري نو دغې شورا ته دې مراجعه وکړي.

په ورته مهال بيا د بلخ د نفوسو احوال د ثبت اداره وايي چې د قانون له مخې د سړو سيمو کوچيانو ته يواځې په دوبي فصل کې تذکرې ورکول کېږي.

په شمال زون کې د کوچيانو سراسري شورا مشر سيدمحمد حريق پژواک ته وويل چې د ټول شمال، په ځانګړي ډول د بلخ کوچيان د تابعيت د تذکرو اخيستو پر مهال له جدي ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي چې د بلخ د نفوسو احوال د ثبت اداره يواځې د اوړي په فصل کې کوچيانو تذکره ورکوي او د کال په پاتې درې فصلونو کې کوچيان نه شي کولای چې تذکره واخلي.

حريق زياتوي چې دغه ستونزه يې له سيمه ييزو چارواکو نيولې ان تر مرکزه رسولې خو چا يې د حل کولو لپاره اقدام نه دی کړی.

د هغه په خبره، د اساسي قانون له مخې هر افغان حق لري چې د افغانستان تابعيت ولري.

د شمال د کوچيانو د سراسري شورا مشر زياته کړه چې د تذکرو نه ورکړې له امله کوچيان سفرونه نه شي کولای او همدا راز سوداګرۍ ته يې هم زيان رسېږي.

هغه يو ځل بيا له حکومته د ياد مشکل د حل غوښتنه کوي.

جمعه خان د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ د کوچيانو سرخېل دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.