مزارشريف (پژواک، ۷ مرغومی ۹۸): په بلخ ولايت کې مېشت کوچیان د تابعیت تذکرو اخیستو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.
دوی زياتوي چې د بلخ د نفوسو احوال د ثبت اداره يواځې د اوړي په درېیو مياشتو کې دوی ته تذکره ورکوي او نورو وختونو کې کوچيانو ته د تذکرو د ورکړې پروسه بنده ده.
کوچيان وايي چې د تذکرو د نه درلودو له امله د سفر او سوداګرۍ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.
د بلخ ولايتي شورا وايي چې کوچيانو تر اوسه دوی ته په دې تړاو شکايت نه دی کړی او که په دې برخه کې ستونزه لري نو دغې شورا ته دې مراجعه وکړي.
په ورته مهال بيا د بلخ د نفوسو احوال د ثبت اداره وايي چې د قانون له مخې د سړو سيمو کوچيانو ته يواځې په دوبي فصل کې تذکرې ورکول کېږي.
په شمال زون کې د کوچيانو سراسري شورا مشر سيدمحمد حريق پژواک ته وويل چې د ټول شمال، په ځانګړي ډول د بلخ کوچيان د تابعيت د تذکرو اخيستو پر مهال له جدي ستونزو سره مخ دي.
هغه وايي چې د بلخ د نفوسو احوال د ثبت اداره يواځې د اوړي په فصل کې کوچيانو تذکره ورکوي او د کال په پاتې درې فصلونو کې کوچيان نه شي کولای چې تذکره واخلي.
حريق زياتوي چې دغه ستونزه يې له سيمه ييزو چارواکو نيولې ان تر مرکزه رسولې خو چا يې د حل کولو لپاره اقدام نه دی کړی.
د هغه په خبره، د اساسي قانون له مخې هر افغان حق لري چې د افغانستان تابعيت ولري.
د شمال د کوچيانو د سراسري شورا مشر زياته کړه چې د تذکرو نه ورکړې له امله کوچيان سفرونه نه شي کولای او همدا راز سوداګرۍ ته يې هم زيان رسېږي.
هغه يو ځل بيا له حکومته د ياد مشکل د حل غوښتنه کوي.
جمعه خان د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ د کوچيانو سرخېل دی.
هغه پژواک ته وويل چې دغه ولايت کې د نفوسو د احوالو او ثبت اداره ورسره دوه ګونی چلند کوي.
نوموړي زياته کړه چې دغه اداره يواځې د کال په چنګاښ، زمري او وږي مياشتو کې دوی ته تذکرې ورکوي او پاتې نهو مياشتو کې دوی له دغه حق څخه محروم دي.
هغه زياتوي چې د اوړي په فصل کې هم د تذکرو اخيستل کوچيانو لپاره ډېره ستونزمنه چاره ده.
جمعه خان وويل: ((موږ هم د دې خاورې بچيان يو، مريض راته پيدا کېږي، په سفر وځو چې تذکره راسره نه وي څنګه چل وکړو. اوس بيا په هر ځای کې لومړی د تذکرې پوښتنه کېږي، چې درسره نه وي د طالب ګمان درباندې کوي او ځوروي دي.))
د کوچيانو دغه سرخېل وويل چې دوی هم حق لري د نورو افغانانو په څېر له تابعيت له حق څخه په بشپړ ډول برخمن شي.
د هغه په وينا، کوچيان هم د نورو په افغانانو په څېر د نظام او وطن پر وړاندې خپل مکلفيت په ښه ډول ترسره کوي نو په کار ده چې حکومت يې هم غږ واوري او دغه مشکل يې حل کړي.
د بلخ د کوچيانو چارو رييس انجنير فاروق عبيدي د لېندۍ په ۷مه پژواک ته وويل چې د تابعيت د تذکرو نه درلودل د بلخ د کوچيانو جدي ستونزه ده.
هغه وويل چې د دوی د معلوماتو له مخې، په بلخ ولايت کې ۸۰ سلنه کوچيان د همدې ستونزو له امله تابعيت تذکرې نه لري.
نوموړي زياته کړه: ((هره ورځ لسګونه کوچيان موږ ته مراجعه کوي او شکايت لري، چې د تابعيت تذکره نه ورکول کېږي.))
د بلخ د کوچيانو رييس وايي چې ياد مشکل يې د بلخ د نفوسو د احوالو او ثبت ادارې سره شريک کړی خو هغوی ورته وايي چې د قانون له مخې ياده اداره کوچيانو ته په ټولو فصلونو کې تذکرې نشي ورکولای.
عبيدي وايي، چې دغه ستونزه يې له مرکز سره هم شريکه کړې او هيله لري چې د حل کېدو لپاره موثر ګامونه واخيستل شي.
په ورته مهال بيا د بلخ ولايتي شورا د دې ستونزې په تړاو ناخبري ښيي.
د ولايتي شورا رييس افضل حديد پژواک ته وويل چې هر افغان حق لري څو د کال په هر فصل کې د تابعيت تذکره واخلي.
نوموړي وويل، کوچيان که د تذکرو اخيستو په برخه کې مشکل ولري، نو دوی ته دې مراجعه وکړي.
هغه زياتوي چې ولايتي شورا د ولس د کور په حيث ځان مسوول ګڼي چې د بلخ د ولسونو ستونزې له اړونده ادارو سره شريکې او حل کړي.
دغه ستونزې مو د بلخ د نفوسو احوالو د ثبت له ادارې سره شريکې کړي.
د يادې ادارې رييس محب الله قريشي پژواک ته وويل چې د نفوسو احوال د ثبت ادارې د قانون له مخې، د سړو سيمو کوچيانو ته يواځې په اوړي موسم کې تذکره ورکول کېږي.
هغه زياته کړه چې د ياد مشکل د حل په موخه بايد لومړی په قانون کې تعديل راشي.
قريشي زياته کړه چې دوی د کوچيانو له ادارې سره په اړيکه کې دي او له هغوی يې غوښتنه د اده چې لومړی دې د نفوسو احوال د ثبت قانون تغيیر شي چې بيا وروسته د دوی له خوا پلی شي.
قريشي په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې دغه اداره پرته له کوم قومي او سمتي تضاده خپلې چارې د قانون په رڼا کې پر مخ بيايي.
د بلخ کوچيان له مرکزي حکومته غواړي چې له دوی سره د مور ميرې چلند پای ته ورسوي او د تابعيت تذکرو ستونزه دې يې حل کړي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









