ترينکوټ (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٨): د کورنيو چارو وزارت د اروزګان امنيه قوماندان مل پاسوال خطاب خنجري له دندې ګوښه کړى دى.
شاوخوا دوه اونې وړاندې د دغه ولايت د يو شمېر ولسواليو امنيه قوماندانانو د يوې غونډې په ترڅ کې وويل چې امنيه قوماندان مل پاسوال خطاب خنجري له دوى څخه هره مياشت سلګونه زره پېسې غواړي.
هغوئ پر امنيه قوماندان د اداري فساد نور تورونه هم پورې کړل او ويې ويل چې د پوليسو له مياشتني تنخوا څخه هم پېسې اخلي.
په اروزګان کې يوې حکومتي سرچينې د مرغومي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې خنجري له دندې ګوښه کړاى شوى او کابل ته غوښتل شوى دى.
د نوموړي پر ځاى دا مهال د اروزګان د امنيت امر ډګروال سردار محمد حيا سرپرست امنيه قوماندان ټاکل شوى دى.
حيا پژواک ته وويل چې د کورنيو چارو وزارت خنجرى کابل ته غوښتى او دى يې پرځاى سرپرست ټاکلى دى.
ده زياته کړه: ((دا چې امنيه قوماندان ولې وزارت غوښتى دى او يا هم چې څارنوالى ته معرفي شوى او کنه په دې اړه زه معلومات نه لرم.))
پژواک د کورنيو چارو وزارت د هغه مکتوب کاپي هم ترلاسه کړې چې له مخې يې امنيه قوماندان خطاب خنجري کابل ته غوښتل شوى او پرځاى سردار محمد حيا سرپرست ټاکل شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن