Language

 

فراه (پژواک، ۲۸ وری ۹۸): فراه ولایت کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په مرکز کې پنځه وسلوال مخالفین او درې دولتي ځواکونه وژل شوي دي.

د فراه د والي ویاند فاروق بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه اته تنه  نن غرمه مهال د فراه د مرکز اړوند په دراباد سیمه کې د طالبانو په کمین او له هغه وروسته دوه ساعته نښته کې وژل شوي دي.

هغه وایي، چې د وسله والو مخالفینو له وژل شویو کسانو د یو تن مړی هم د جګړې پر ډګر پاتې دی.

په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازی او د دراباد د سیمې اوسېدونکی عبدالستار حسیني وایي چې د طالبانو په وژل شویو کسانو کې د هغوې درې سیمه ییز قوماندانان ملا عاصم، سیدمحمد او ملا نیازمحمد هم شامل دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي وېیلي.