فراه (پژواک، ۲۸ وری ۹۸): فراه ولایت کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په مرکز کې پنځه وسلوال مخالفین او درې دولتي ځواکونه وژل شوي دي.
د فراه د والي ویاند فاروق بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه اته تنه نن غرمه مهال د فراه د مرکز اړوند په دراباد سیمه کې د طالبانو په کمین او له هغه وروسته دوه ساعته نښته کې وژل شوي دي.
هغه وایي، چې د وسله والو مخالفینو له وژل شویو کسانو د یو تن مړی هم د جګړې پر ډګر پاتې دی.
په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازی او د دراباد د سیمې اوسېدونکی عبدالستار حسیني وایي چې د طالبانو په وژل شویو کسانو کې د هغوې درې سیمه ییز قوماندانان ملا عاصم، سیدمحمد او ملا نیازمحمد هم شامل دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي وېیلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن