کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۹۹): پوليس وايي، تېره شپه يې د کابل ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د بهارستان په سيمه کې د يوې "جنایتکارې ډلې" مهم مشر عبیدالله مشهور په "بچه قباد" په ټپي حالت کې نیولی دی.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز وايي، عبيدالله چې د پولیسو تر څار لاندې و، تېره شپه له پولیسو سره تر لنډې نښتې وروسته په ټپي حالت کې نیول شوی دی.
د ده په وينا، نیول شوي تن او ډلې یې کابل ښار کې د قتل، وسله والو غلاوو، د عامه امن او نظم د اخلال او د خلکو د ځورونې په ګڼو قضیو کې لاس لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP