منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:51 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
پېښې

شمالي سالنګ کې د ۵۸۰ بس موټر چپه کېدو پېښه کې پنځه کسان مړه او ۴۴ نور ټپیان شوي

· 1 دقیقه لوستل · 199 کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت وایي، په شمالي سالنګ کې د یوه ۵۸۰ مسافروړونکي موټر چپه کېدو پېښه کې پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان شوي او دغه لار د توپاني هوا له امله موقتاً د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شمالي سالنګ په شاول سیمه کې شوې ده.

هغه لیکلي، یاد ۵۸۰ موټر د چلوونکي د بې‌احتیاطي له امله له سړکه وتلی او چپه شوی چې له امله یې پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان شوي دي.

حق‌شناس زیاته کړې چې د پېښې ټپيان د امنیتي ځواکونو له لوري د خنجان روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

د ټولګټو وزارت له موټرچلوونکو غوښتي چې پر یاده لار د تګ راتګ پر مهال دې د مؤظفینو لارښوونې په پام کې ولري او ترافیکي قوانین دې مراعات کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د سالنګونو لویې لارې موظف پرسونل او کارکوونکي په بېلابېلو برخو کې د واورې په پاکولو بوخت دي او دغه لار د توپاني هوا له امله موقتاً د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.