جلال اباد (پژواک، ٣ تله ٩٩) : د ننګرهار په ه کامې ولسوالۍ کې د څه باندې ۶۰ ميليونه افغانیو په لګښت د شاوخوا شپږ کیلو متره سړک د جوړولو چارې پیل شوې .
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په ٣مه، پژواک اژانس ته وويل چې د ننګرهار د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري په کامې ولسوالۍ کې د څه باندې ۶۰ ميليونه افغانیو په مالي لګښت په دوو سیمو کې د شپږ کیلو متره کانګریټي سړک د جوړولو چارې پیل شوې .
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د یادو پروژو د پیل پر مهال وویل، د څه باندې ۴۹ نیم میلیونه افغانیو په لګښت یې له مراد علي لېسې څخه تر ولسوالۍ مقام پورې د ۴.۱ کیلو متر په اوږدوالي د کانګریټي سړک د جوړولو چارې پیل شوې چې د یو کال موده کې به بشپړي شي.
هغه زیاته کړه، د یاد سړک کانګریټي برخه پنځه متره او نیم متر په اوږدوالي شولډر لري چې ورسره به شل پلچکونه او ۱۷۷۸ متره په اوږدوالي استنادي دیوالونه هم جوړ شي .
نوموړي وويل، همدا راز یې په یاده ولسوالۍ کې د نږدې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹۳۰ متره په اوږدوالي د پیرزایي کلي څخه تر ګوشتوال سیمې پورې د کانګریټي سړک جوړولو چارې پیل کړې چې د نیم متر شولډر په ګډون به پنځه متره سور ولري او ورسره به ۹ پلچکونه او ۹۹۰ متره په اوږدوالي استنادي دیوالونه هم د درې میاشتو په موده کې جوړ شي.
د ننګرهار ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد او یو شمېر نورو مخورو د یادو سړکونو د چارو په پیل کېدو خوښي وښوده او یادې ولسوالۍ ته یې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د یادو پروژو د پیل په مراسمو کې امنیه قوماندان،د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس انجنیر امان الله میاخېل په ګډون یو شمېر رئیسانو،د ولسوالۍ مسوولینو او مخورو ګډون کړی وو.
د یادونې ده چې اوس مهال په کامه کې د کلیو پراختیا او بیارغونې په چوکاټ کې د ۵۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۹۲ پروژو چارې روانې او تر پلان لاندې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن