Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې ١٢ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندوز ښار (پژواک، ٢١ تله ٩٩): د کندوز امنيتي مسوولين وايي چې په کندوز ښار کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري د تلې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د کندوز ښار اړوند د شوراب قشلاق په سيمه کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.

هغه وايي چې په دې پېښه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

اکبري تور پورې کړ چې د هاوان دغه مرمۍ د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوې ده.

همدارنګه د شوراب قشلاق سيمې يوه اوسېدونکي سيد رحيم پژواک ته وويل چې نن سهار د دوى سيمې ته امنيتي ځواکونه د عملياتو په موخه ورغلي دي.

هغه وايي: ((هو پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده، خلک په کې وژل شوي دي خو معلومه نه ده چې دغه مرمۍ چا توغولې ده.))

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.