Language

د رضا حسین‌پور یو ګول د ۲۰۲۶ اسیايي فوتسال جام د غوره ګول لپاره نوماند شو

کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۴):د اسیا د فوټبال کنفدراسیون (AFC) د ۲۰۲۶ کال د اسیايي فوتسال جام سیالیو له پای ته رسېدو وروسته، چې په اندونیزیا کې ترسره شوې، د دغو سیالیو د اتو غوره ګولونو لېست اعلان کړی، چې په دې کې د افغانستان د فوتسال ملي لوبډلې د لوبغاړي رضا حسین‌پور یو ګول هم نوماند شوی دی.

د راپورونو له مخې، د اسیا د فوټبال کنفدراسیون (AFC) له مینه‌والو غوښتي چې د خپلې خوښې ګول ته رایه ورکړي.

دې کنفدراسیون زیاته کړې چې د ۲۰۲۶ اسیايي جام په ترڅ کې د مالیزیا د فوتسال ملي لوبډلې پر وړاندې د رضا حسین‌پور ګول د دې پړاو د غوره ګول لپاره نوماند شوی دی.

د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ څو ورځې وړاندې پای ته ورسېدې او سږکال دا سیالۍ د ۱۶۶ ګولونو په ثبتېدو سره د دې ټورنمنټ له تر ټولو ډېرو ګول لرونکو پړاوونو څخه وو.

په پای کې، د ایران ملي لوبډلې خپله څوارلسمه اتلولي وګټله.

د نوماند شویو ګولونو په ډله کې د نورو هېوادونو لکه تایلنډ، جاپان او ازبکستان د فوتسال ملي لوبډلو د لوبغاړو ګولونه هم شامل دي.

د اسیا د فوټبال کنفدراسیون له مینه‌والو غوښتي چې د AFC رسمي وېب‌پاڼې ته په ورتګ سره د خپلې خوښې ګول ته رایه ورکړي.