Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

​غور کې د روغتون لپاره تر ۱۸ چنده پورې توکي په لوړه بیه پېرل شوي

کابل (پژواک، ۲۸ تله ۹۹): سندونه ښیي چې په غور کې د روغتون لپاره د چایو یو ترموز په ۱۹۰۰۰ افغانۍ پېرل شوی او د انتظار یوه څوکۍ د بازار له نرخه ۱۸ برابره او په ټوله کې ۴۳ قلمه توکي ۱۱ میلیونه افغانۍ په لوړه بیه پېرل شوي دي.

د سند له مخې، دغه توکي تېر کال د تلې په میاشت کې پېرل شوي، خو د یاد روغتون مسوول وایي چې تر اوسه دغه توکي یاد روغتون ته نه دي رسېدلي.

پژواک خبري اژانس د غور د عامې روغتیا ریاست د ۱۳۹۸ کال د تلې د لومړۍ نېټې وړاندیزپاڼه ترلاسه کړې ده.

په وړاندیز کې راغلي چې د غور د شهرک ولسوالۍ د دېرش بستریز روغتون د دفتري تجهیزاتو د ۱۹ میلیونه، ۹۱۶زره او ۹۵ افغانۍ تړون د «اسپایر اریا» په نوم له یوه لوژستیکي او غذايي شرکت سره شوی دی.

په وړاندیز کې راغلي چې د روغتیا وزارت د مقام د مخکنۍ لارښوونې له مخې، شرکت ۵۰ ډوله وسایل د تدارکاتي پړاوونو له وهلو وروسته اکمال کړي او د موظف پلاوي له تشریح وروسته دغه توکي د اړوند معتمد په جمع قید شوي دي.

په وړاندیز کې د عامې روغتیا وزارت له مقامه غوښتل شوي چې د غور مستوفیت ته د یادو پیسو د تخصیص په اړه هدایت ورکړي.

دغه وړاندیز د غور د عامې روغتیا مشر ډاکتر جمعه ګل یعقوبي لاسلیک کړی او د عامې روغتیا وزارت مالي ریاست لیکلي چې په دې اړه دې اصولي اجراات وشي.

پژواک د یادو اخیستل شوو توکو د بیو جدول کاپي هم ترلاسه کړې او له یادو پنځوس قلمه توکو یې د ۴۳ قلمه نرخونه له بازاره اخيستي، خو د پاتې ۷ قلمه بیې یې ځکه نه دي اخیستې چې د ځینو بیې یې توپیر نه لري او د ځینو ځانګړتیاوې سمې څرګندې نه دي.

د یادو توکو هغه بیې چې په جدول کې ښودل شوي، د بازار له لوړو بیو سره پرتله شوي، خو بیا هم ډېر توپیر لري.

دغه ۴۳ قلمه توکي له یو نه تر ۱۸ برابره په لوړه بیه پېرل شوي دي.

سند او د بازار بیې ښیي چې د انتظار څوکۍ هر یوه ۱۸ برابره، د وښو رېبلو یو ماشین ۱۴ برابره، یو د اوبو ډيسپلېسر یخچال ۱۱ برابره، یو ۷ نفره چرمي کوچ د چای له مېز سره، د چای څښلو لوښو یو سیټ او یوه یو کسیزه اسفنجي دوشکه ۹ برابره، یو عشاریه څلوېښت متره د تحریر مېز او د خوب یو کسیز چپرکټ ۸ برابره او د چپرکټ د څنګ مېز، د اور ضد یوه ډبه او د لرګي یوه المارۍ ۷ برابره د بازار له نرخ نه په لوړه بیه پېرل شوي دي.

دغه راز یوه نکلي څرخي څوکۍ، د درملو یوه فلزي المارۍ، کوډبند، یوه چرمي څوکۍ او یوه سپینه تخته ۶ برابره، یو پنځه لېتره ترموز، یو عشاریه شپېته سانتي متره د تحریر مېز، ۳۲ اینچه چيناني سوني ټلوېزیون، برقي جاروب او د ۸۰ پر ۲۰۰ سانتي متره کې د کالیو المارۍ پنځه برابره، یو ګرین بورډ، د ایرکنډېشن لګولو چارو ترسره کول او د غونډو شپږه متره مېز، د بازار له نرخ نه څلور برابره په لوړه بیه حساب او پېرل شوي.

دغه راز بیې ښیي چې یو ۱۳۰ اېچ پي درې کاره پرېنټر، یوه برقي او ګازي ترکي بخارۍ له لس کیلویي ډبې سره او د پروجکټور ملتي میډیا پرده د بازار له نرخه درې برابره، دیارلس قلمه نور توکي دوه برابره او یو پاکستانی یخچال شاوخوا یو برابر په لوړه بیه پېرل شوي دي.

د بیو پرتله ییز جدول

څو برابره توپیر؟

پېرېدنه او نرخ په افغانیو

شمېر

اخیستل شوی جنس

ګڼه

پېرل شویو بیو او نرخونو توپیر

د بازار مجموعي نرخ

د یو قلم نرخ

مجموعه بیه

یو قلم پېرل شوی جنس په افغانیو

18

8700

9500

500

174800

9200

19

انتظار څوکۍ

1

14

268600

21000

21000

289600

289600

1

د وښو رېبدلو ماشین

2

11

77000

80000

8000

850000

85000

10

د اوبو د ډیسپلیسر یخچال له بوتل سره

3

9

195500

196000

24500

1760000

220000

8

۷ کسیز چرمي کوچ د چای له میز سره

4

9

34000

18000

4500

154000

38500

4

د چای څښلو لوښو سیټ

5

9

6000

3200

800

27200

6800

4

یو کسیزه اسفنجي توشکه

6

8

33500

67500

4500

570000

38000

15

یو عشاریه څلوېښت سانتي متر د تحریز میز

7

8

23142

13600

3400

106168

26542

4

یو کسیزه د خوب تخت

8

7

25000

224000

4000

1624000

29000

56

د چپرکټ ترڅنګ میز

9

7

10120

51000

1700

354600

11820

30

د اور ضد ډبه

10

7

24800

105000

4200

725000

29000

25

الماری فایل چوبی

11

6

15200

50400

2800

324000

18000

18

نکلي څرخي څوکۍ

12

6

16850

50400

3150

320000

20000

16

د درملو فلزي المارۍ

13

6

4500

22500

900

135000

5400

25

کوډبند

14

6

10800

48400

2200

286000

13000

22

چرمي ثابته څوکۍ

15

6

7300

48000

1600

267000

8900

30

سپینه تخته

16

5

15400

14400

3600

76000

19000

4

د ګرم چای ۵ لیټره ترموز

17

5

36000

72000

9000

360000

45000

8

یو عشاریه شپیته سانتي متره د تحریز میز

18

5

36600

55200

9200

274800

45800

6

۳۲ اینچه سونی چنايي ټلویزیون

19

5

15000

60000

4000

285000

19000

15

برښنايي جارو

20

5

20500

88000

5500

416000

26000

16

د کالیو المارۍ ۲۰۰/۸۰

21

4

5200

48000

1600

204000

6800

30

ګرین بورډ

22

4

4500

22500

1500

90000

6000

15

د ایرکنډيشن او AC نښلولو چارې

23

4

130000

90000

45000

350000

175000

2

د غونډې شپږ متره میز

24

3

27800

67200

11200

234000

39000

6

درې کاره ۱۳۰ ایچ پي پرینټر

25

3

21000

127500

8500

442500

29500

15

برښنايي او ګازي ترکي بخاري د ګاز له ۱۰ کیلویي ډبې سره

26

3

5300

5400

2700

16000

8000

2

د ملټي میډیا پروجګټور پرده

27

3

1900

60000

1000

174000

2900

60

سیروم د سیروم کوډیند داره پایه

28

3

6600

52800

4400

132000

11000

12

درې کسیزه فلزي څوکۍ

29

2

46650

485250

32350

1185000

79000

15

ایر کنډیشن ۱۸۰۰۰ ګري

30

2

88400

123200

61600

300000

150000

2

د فوټو کاپي لوی CANON 2204 ماشین

31

2

500

1400

350

3400

850

4

یک کسیزه ډبل وطني بالښت

32

2

4600

13600

3400

32000

8000

4

د ګاز درې خانه یي منقل

33

2

15500

69000

11500

162000

27000

6

۱۲۰۰ واټه یو پي ایس

34

2

1900

31500

2100

60000

4000

15

چارجي ګروپ

35

2

2950

73500

2450

162000

5400

30

غټه باطل داني

36

2

137569

236000

118000

511138

255569

2

زرج موټر سایکل

37

2

950

25500

850

54000

1800

30

دیوالي غټ ساعت

38

2

42000

86000

43000

170000

85000

2

لپ ټاپ کواری ۵ کمپوتر

39

2

1200

23400

1300

45000

2500

18

سه ساکته

40

2

450

12500

500

23750

950

25

پلاستیکي څوکۍ

41

2

2000

300000

3000

500000

5000

100

چنایي پرده په مختلفو رنګونو او ډولونو

42

1

21800

352000

44000

526400

65800

8

دوه دروازه لرونکی د منځنۍ کچې پاکستانی یخچال

43

14756356

د حکومت د پېرېدنې مجموعي قیمت

3604350

د بازار نرخ مجموعي قیمت

11152006

توپير

پژوک ته د یادو توکو نرخونه په کابل کې د وحیدالله فرنېچر پلورنځي، ډیګ کام کمپوټر پلورنځي، عبدالقهار عظیمي سوداګریز شرکت، نېشنل قرطاسیه پلورنځي، امین الله زرنج پلورنځي او انار درګي لېمټيډ شرکت ورکړي دي.

د یو کال په تېرېدو سره توکي روغتون ته نه دي رسول شوي

د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ روغتون مسوول همایون فضل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د روغتون لپاره یاد پېرل شوي توکي تر اوسه (د تلې ۲۳مه) دغه روغتون ته نه دي رسېدلي.

دی وايي: “په غور کې د روغتیا ریاست مسوولینو ویلي چې دغه وسایل اخیستل شوي او د امنیتي وضیعت په ښه کېدو سره به دغه امکانات روغتون ته ولېږل شي.”

د نا اړینو توکو پېر

همایون فضل وایي چې یاد روغتون ته په پېرل شوو توکو کې د وښو رېبلو ماشین او زرنج موټرسایکلونه هم شامل دي چې روغتون ته یې اړتیا نشته.

د پژواک خبریال د شهرک ولسوالۍ د ۳۰ بستریز روغتون له مسوول څخه وپوښتل چې د دغه روغتون لپاره یې د کومو وسایلو وړاندیز کړی؟ هغه وویل: “روغتون ته د ډېرو شیانو اړتیا ده، د عملیات د مېز، د عملیات خونې توکو، اکسېجن، چپرکټونو، دوشکو او کمپلو وړاندیز مو ورکړی دی؛ فکر کوم ټول شیان اخیستل شوي دي.”

پژواک د تلې په ۲۳مه د غور د عامې روغتیا له رییس جمعه ګل یعقوبي سره اړیکه ټینګه کړه او د یادو توکو په لوړه بیه د پېر موضوع یې ورسره شریکه کړه، خو ویل یې چې یوه ورځ وروسته (د تلې ۲۴مه) به معلومات ورکړي، خو د تلې په ۲۶مه یې وویل چې دی په کابل کې دی او کله چې غور ته ولاړ، په دې اړه به معلومات ورکړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند مرستیال نورالله ترکی وایي چې دغه موضوع د وزارت تر داخلي پلټنې لاندې ده او هرکله چې د پلټنې پایله معلومه شوه، په اړه به یې رسنیو ته معلومات ورکړي.

له «اسپایر اریا» شرکت سره چې دغه توکي یې پېرلي، اړیکه ټینګه نه شوه. یاد شرکت د افغانستان له سوداګرۍ او صنایعو وزارت سره ثبت دی او د جواز ګڼه یې (D-32179) ده.

یارمحمد د دغه شرکت مشر او نظرمحمد یې مرستیال دی. دغه شرکت له دې وړاندې هم د یو تړون له مخې د عامې روغتیا وزارت ته یو جنراتور پېرلی و.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.