جلال اباد (پژواک، ۲۲ لړم ۹۹): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د شاوخوا ۱۸ میليونه افغانيو په لګښت د نجونو د يوې لېسې لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
دا دوه پوړيزه ودانۍ د نهو مياشتو په موده کې جوړه شوې او مسوولين وایي، د سلګونه زده کوونکو د سرپناه نشتوالي ستونزه به ورسره حل شي.
د پوهنې رييس حسيب الله شينواري د لړم په ۲۲مه همدې موخه باندې نیول شوو مراسمو کې وويل چې د بي بي زينب عالي لېسې نوې ودانۍ د هند هېواد په ۱۷ ميليونه ۹۸۸زره افغانيو مالي لګښت په درېيو پوړونو کې د نهو مياشتو په موده کې جوړه شوه.
هغه وايي چې دغه ښوونځى شل درسي، دوه اداري، يوه د لابراتوار او يوه د کمپيوټر خونه لري.
پوهنې رييس وويل چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره د زرګونه زده کوونکو د سرپناه ستونزه حل شوه.
په دغو مراسمو کې د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل د یادې لېسې د پاک چاپېريال او د زده کوونکو د نظم ستاينه وکړه او ورته يې سپارښتنه وکړه چې د ښوونځي ودانۍ په ساتلو کې لا ښه پاملرنه وکړي.
نوموړي زده کوونکي په درسونو کې کوښښ کولو، لوړو زده کړو ته د تابيا او له زده کړو وروسته د هېواد ابادۍ په موخه دندې ترلاسه کولو ته لېواله کړل.
د ننګرهار والي همدا راز زده کوونکي وهڅول، څو د سولې، يووالي، امن، ښوونې او روزنې او نورو بېلابېلو برخو کې مثبت فعاليت وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن