ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د نجونو يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

ننګرهار کې د نجونو يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

author avatar
12 Nov 2020 - 16:08
ننګرهار کې د نجونو يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه
author avatar
12 Nov 2020 - 16:08

جلال اباد (پژواک، ۲۲ لړم ۹۹): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د شاوخوا ۱۸ میليونه افغانيو په لګښت د نجونو د يوې لېسې لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

دا دوه پوړيزه ودانۍ د نهو مياشتو په موده کې جوړه شوې او مسوولين وایي، د سلګونه زده کوونکو د سرپناه نشتوالي ستونزه به ورسره حل شي.

د پوهنې رييس حسيب الله شينواري د لړم په ۲۲مه همدې موخه باندې نیول شوو مراسمو کې وويل چې د بي بي زينب عالي لېسې نوې ودانۍ د هند هېواد په ۱۷ ميليونه ۹۸۸زره افغانيو مالي لګښت په درېيو پوړونو کې د نهو مياشتو په موده کې جوړه شوه.

هغه وايي چې دغه  ښوونځى شل درسي، دوه اداري، يوه د لابراتوار او يوه د کمپيوټر خونه لري.

پوهنې رييس وويل چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره د زرګونه زده کوونکو د سرپناه ستونزه حل شوه.

په دغو مراسمو کې د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل د یادې لېسې د پاک چاپېريال او د زده  کوونکو د نظم ستاينه وکړه او ورته يې سپارښتنه وکړه چې د ښوونځي ودانۍ په ساتلو کې لا ښه پاملرنه وکړي.

نوموړي زده کوونکي په درسونو کې کوښښ کولو، لوړو زده کړو ته د تابيا او له زده کړو وروسته د هېواد ابادۍ په موخه دندې ترلاسه کولو ته لېواله کړل.

د ننګرهار والي همدا راز زده کوونکي وهڅول، څو د سولې، يووالي، امن، ښوونې او روزنې او نورو بېلابېلو برخو کې مثبت فعاليت وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.