ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کرونا د روغ شوي وینه، بل اخته کس ته ورکول ګټوره تجربوي درملنه ده

له کرونا د روغ شوي وینه، بل اخته کس ته ورکول ګټوره تجربوي درملنه ده

author avatar
29 Nov 2020 - 16:16
له کرونا د روغ شوي وینه، بل اخته کس ته ورکول ګټوره تجربوي درملنه ده
author avatar
29 Nov 2020 - 16:16

کابل (پژواک، ۹ لېندۍ ۹۹): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، له کوويډ- ۱۹ ناروغۍ د روغ شوي انسان وینه پر دې ناروغۍ د اخته کس په رغېدو کې مرسته کوي، خو ستونزه دا ده چې ډېر کسان د وینې ورکولو ته نه چمتو کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې پژواک خبري اژانس ته په یوه پرلیکه نظرپوښتنه کې څه باندې ۹۸سلنه کسانو ویلي چې د وینې ورکولو ته چمتو دي، خو ځیني بیا وایي، تجربې یې ښیي چې خلک د وینې ورکولو ته نه چمتو کېږي.

کرونا ویروس شاوخوا یو کال مخکې لومړی په چین او بیا د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خپور شو. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر کال له سلواغې میاشتې راهیسې د لېندې تر اتمې، په افغانستان کې د کوويډ- ۱۹ ناروغۍ ۴۵۹۶۳ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له دې ډلې ۱۷۵۲ کسان مړه او ۳۶۶۴۴ نور بېرته روغ شوي دي.

په افغانستان کې له شاوخوا دوو اوونیو راهیسې د دې ناروغۍ دویمه څپه په داسې حال کې پیل شوې چې یوې سروې شاوخوا درې میاشتو مخکې ښودلې وه چې په هېواد کې تر یو میلیون کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.

تجربوي درملنه

تر اوسه د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ قطعي درملنه نه ده موندل شوې، خو ځینې سرچینې وایي، ناروغ ته د هغه انسان د وینې پلازما ورکول چې دغه ناروغي یې تېره کړې او بدن یې د یاد ویروس پر وړاندې «انټي باډي» جوړه کړې وي، ګټوره ده.

د روغتیایي چارو متخصصین وایي، کله چې انسان په یاده ناروغۍ اخته شي، بدن یې له دغه ویروس سره د مبارزې لپاره «انټي باډي» جوړوي او دغه انټي باډي د انسان د وینې په پلازما کې وي.

خو د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د چارو پوهان تراوسه نه دي بریالي شوي چې ووایي انسان پر کوویډ – ۱۹ ناروغۍ تر اخته کېدو او روغېدو وروسته تر څومره وخته له دغې ناروغۍ مصوون پاتې کېدای شي او په بدن کې یې انټي باډي تر څومره وخته پاتې کیږي.

سرچینه زیاتوي، د کوویډ – ۱۹ پر ناروغۍ پر اخته کسانو يوې څېړنې ښودلې چې د دغه ویروس انټی باډي د وخت په تېرېدو سره کمزورې کیږي، خو له درېیو تر شپږو میاشتو په نسبي ډول ثابته پاتې کیږي.

خو یوه الماني پروفیسور توماس کامرات له «دویچه ویله» سره په مرکه کې ویلي: «ډېر لږ خلک داسې دي چې له دوو تر درېیو میاشتو وروسته یې انټي باډي په بدن کې نه لیدل کیږي، د اکثریت انسانانو لپاره دغه وخت اوږد دی… شاوخوا نهه میاشتې کیږي چې موږ دغه ویروس پیژنو؛ نو ځکه اوس وړاندوینه نه شو کولای چې څومره ناروغان به له دوو کلونو وروسته هم انټي باډي ولري.»

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي داوود الطاف پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سازمان له کوويډ- ۱۹ ناروغۍ د روغ شوي کس د وینې پلازما کارول د یوې تجربوي درملنې په حیث پېژني او داسې انګېري چې دغه کار د نورو کلینیکي څېړنو د ارزونې لپاره مناسبه لار ده.

د هغه په وینا، دغه کار د لوړ معافیت د تجربوي «امیونو ګلوبولین» د تولید لپاره ابتدایي اقدام ګنل کېدای شي او په کلینیکي تجربو کی دا هم ښودل شوې چې له یادې ناروغۍ د روغ شوو کسانو د وینې پلازما له کارونې ښې پایلې ترلاسه شوې دي.

ده زیاته کړه: «نړیوال روغتیايي سازمان ژمن دی چه له ټولو بین المللي همکارانو سره اړیکه وساتي، څو د کوويډ- ۱۹ د پلازما کارولو په اړه د تحقیقاتو لپاره د پالیسیو او عملیو په هکله معلومات لاس ته راوړي او له نورو سره یې شریک کړي.»

د بلخ ولایتي روغتون د انستیزۍ څانګې مسوول ډاکتر حمیدالله صدیقي وایي، دی هم پر یاده ناروغۍ اخته شوی و او د یوه همکار مېرمن یې چې له دې ناروغۍ روغه شوې وه، چمتو شوه چې وینه ورکړي.

ده زیاته کړه: «کله چې ماته دغه وینه راکړل شوه، ۲۴ ساعتونو کې مې ځان زیات ډېر روغ احساس کړ، ۴۸ ساعتونو کې له روغتون څخه رخصت شوم او دوې اوونۍ وروسته مې چې خپل ټسټ وکړ، منفي و.»

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیالې معصومه جعفري هم وایي چې د افغانستان په ګډون په ځینو هېوادونو کې د کوويډ- ۱۹ له ناروغۍ د روغ شوو کسانو د وینې پلازما، پر کرونا ویروس د اخته کسانو لپاره کارول شوې او مثبته پایله یې لرلې ده.

هغې زیاته کړه: «د ناروغۍ پر مهال د ناروغ بدن په خپله هم انټي باډي تولیدوي او کله چې له دې ناروغۍ د یوه روغ کس پلازما ورکړل شي، نو د دواړو د یو ځای کېدو پر مهال د بدن مقاومت لوړېږي او د ناروغ په ژر رغېدو کي مرسته کولای شي.»

جعفري وایي، په افغانستان کې ځکه د درملنې دغه لاره عامه نه شوه او دوام یې پیدا نه کړ چې ډېر له کوویډ- ۱۹ ناروغۍ روغ شوي کسان د وینې ورکولو ته نه حاضرېږي او حکومت څوک دغه کار ته نه شي اړ کولای.

هغې په دې اړه چې ولې د عامې روغتیا وزارت په دې اړه د عامه پوهاوي کمپاین نه دی کړی؟ وویل چې ډاکترانو به روغ شوي کسان په شفاهي ډول دې ته هڅول چې وینه ورکړي، خو کمپاین یې ځکه نه دی کړی چې تر اوسه د درملنې د دې لارې په اړه په نړیواله کچه څېړنې روانې دي او د روغتیا نړیوال سازمان یا کومې بلې معتبرې ادارې هم په دې اړه سپارښتنه نه ده کړې.

نظرپوښتنه

پژواک خبري اژانس وروسته له هغه چې د عامې روغتیا وزارت وویل، له یادې ناروغۍ روغ شوي ډېر کسان د وینې ورکولو ته نه چمتو کېږي، پر خپله فېسبوکپاڼه له خلکو وپوښتل: «که تاسو د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ تېره کړې وي او روغ شوي یاست، د نورو ژوند ژغورلو لپاره وینې ورکولو ته چمتو یاست؟»

دغې پوښتنې ته په شاوخوا شلو ساعتونو کې ۴۰۰ کسانو ځواب ویلی او له دې ډلې ۳۹۴ کسانو ویلي چمتو دي چې وینه ورکړي، خو شپږو نورو دغه کار ته چتمووالی نه دی ښودلی.

له دغو کسانو شکریې جلالزۍ لیکلي: «سل په سلو کې، زما وینه له یوه ناروغ هېوادوال نه قربان.»

احمد جاوېد امین هم لیکلي: «معاينات مې نه دي کړي خو تېره روژه کي مې کرونا تېره کړې ده، په خدمت کې يم.»

نور رحمان لیکلي: «الحمدالله موږ [له کوویډ- ۱۹ ناروغۍ] روغ ووتـو… زه خو تيار يم، د هر افغان فريضه ده چې بل افغان ته وينه ورکړي او يا ورسره همکاري وکړي.»

عادل خوستوال لیکلي: «ما تر اوسه [دغه ناروغي] نه ده تېره کړې، خو که زما وينې ته د مسلمان ورور ضرورت شو، نو ورنه قربان به يې کړم.»

خو ځیني کسان وایي، خلک د وینې ورکولو ته نه چمتو کېږي.

د کابل ښار اوسېدونکي انجنیر احمد فرید وایي، له دوستانو څخه یې یو کس پر کووېډ – ۱۹ ناروغۍ اخته شوی و، کله یې چې په کابل کې روغتون کې روغتیایي وضعیت خراب شو، ډاکترانو وویل چې د ناروغ د درملنې لپاره له کرونا د روغ شوي کس وینې ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړه: «موږ څو تنو نه چې له کرونا روغ شوي وو، وغوښتل چې وینه ورکړئ، خو څوک نه حاضرېدل، بالاخره زموږ له دوستانو یو ډاکتر چمتو شو، خو کله چې دغه ډاکټر روغتون کې وینه معاینه کړه، ډاکټرانو ورته وویل چې د هغه د وینې انټي باډي نه ده جوړه شوې او هغه تر اوسه هم د ناروغۍ په حال کې دی. وروسته هغه ناروغ مړ شو.»

دی وایي، له ناروغۍ روغ شوو کسانو ویل؛ ځکه وینه نه ورکوي چې یادې ناروغۍ ناتوانه کړي او که وینه ورکړي روغتیایي وضعیت یې خرابېږي.

خو په بلخ کې د ابن سینا روغتون د عمومي داخلې مشر ډاکتر محمد عالم رازقي وایي چې د وینې ورکول له ناروغۍ روغ شوي کس ته زیان نه رسوي، ډاکټران هغه تن د وینې له ورکولو مخکې معاینه کوي چې باید وینه ورکړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، له ناروغۍ له جوړ شوي کس څخه تر ۵۰۰ سي سي وینه اخیستل کېږي او له ۱۵۰ سي سي تر ۲۰۰ سي سي انټي باډي لرونکې برخه یې پر کوویډ- ۱۹ ناروغۍ اخته کس ته ورکول کېږي.

 د وینې پلازما روغ انسان له کرونا نه شي ژغورلای

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیاله معصومه جعفري، په دې اړه چې که له یادې ناروغۍ د روغ شوي کس د وینې پلازما بل روغ تن ته ورکړل شي، د ناروغۍ په مخنیوي کې ورسره مرسته کوي او که نه؟ وویل فکر نه کوي چې دغه چاره له ناروغۍ په مخنیوي کې موثریت ولري.

دی وایي، د روغ کس بدن انټي باډي نه تولیدوي او که له ناروغۍ د روغ کس وینه هم ورکړل شي، ګټه نه کوي؛ ځکه چې د څو ورځو په تېرېدو هغه انټي باډي هم له منځه ځي چې له بل تن څخه ورکړل شوې ده.

د روغتیایي چارو متخصصین وایي، د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره واکسین ته اړتیا ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د دغه ویروس لپاره د واکسین جوړېدو هڅې روانې دي او په ځینو هېوادونو کې دغه هڅې کلینيکي ازمایښتونو ته رسېدلې دي.

د راپورونو له مخې، تر اوسه (دلیندۍ نهمې) په نړۍ کې د دې ناروغۍ تر ۶۲ میلیونه ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې ډلې څه باندې یو عشاریه څلور میلیونه کسان مړه شوي او څه باندې ۳۹،۷ میلیونه بېرته روغ شوي دي.

پژواک د  ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.