Language

په بدخشان کې شپږ ملکي کسان مړه شوي

فيض اباد (پژواک، ٢٣ لیندی ٩٩): د بدخشان سيمه ییزې سرچینې وايي چې سیند ته د یوه سراچه موټر لوېدو له امله شپږ ملکي کسان مړه شوي دي.

د بدخشان د پولیسو ویاند ثناءالله روحاني پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه موټر چې تېره ورځ د بهارک ــ فیض اباد پر لویه لار خواجه ابدال سیمې ته پر لاره و، له سړکه وتلی او سیند ته لوېدلی دی.

هغه وویل، په دې پېښه کې د موټر چلوونکي په ګډون شپږ کسان (درې ښځې او درې نارینه) چې د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ اوسېدونکي دي، مړه شوي.

یوه سیمه ییزه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي، وايي، د مړو جسدونه تر پنځو ساعتونو وروسته لا هم په اوبو کې دي او له اوبو د را ایستلو لپاره یې اقدام نه دی شوی.

روحاني وايي چې د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلې څو د مړو جسدونه له اوبو را وباسي.

Related Topics