ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابینې د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجې د دویمې مسودې طرحه تصویب کړه

کابینې د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجې د دویمې مسودې طرحه تصویب کړه

author avatar
11 Jan 2021 - 18:34
کابینې د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجې د دویمې مسودې طرحه تصویب کړه
author avatar
11 Jan 2021 - 18:34

کابل (پژواک، ۲۲ مرغومی ۹۹): کابینې د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجې د دویمې مسودې طرحه چې له (۴۵۲،۶۴۱) میلیارده افغانیو څخه يې (۴۷۳،۰۴۰) میلیارده افغانیو ته تغییر کړی، تصویب کړه.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه، د کابینې د غړو او والیانو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې نن غرمه په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينه زياتوي، د مالیې وزیر د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې دویمه مسوده غونډې ته وړاندې کړه، ويې ویل، د ۱۳۹۹ مالي کال په لړ کې د اختیاري مرستو تمویلوونکو ټول شرایط بشپړ شوي، په عادي بودجه کې ۱۲ سلنه سپما شوې او همدارنګه انکشافي بودجه د کرونا د ستونزو باوجود ۸۶ سلنه مصرف شوې ده.

همداراز د ماليې وزارت معین کابینې ته د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې دویمې مسودې وړاندې کولو موخه د ځینو اړتیاوو موندل په ګوته کړل چې مخکې یې وړاندوینه نه وه شوې.

نوموړي زیاته کړه، د دغو اړتیاوو په پام کې نیولو سره په بودجه کې زیاتوالی او کموالی راغلی چې له امله یې د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجه کې هم زیاتوالی او تغییر راغلی او دا کار د کابینې بیاځلې منظوري ایجابوي.

هغه وویل، په دې مسوده کې د ۱۴۰۰ مالي کالي ملي بودجې سقف د (۲۰،۴۰۰) میلیارد پیشنهادي افغانیو په زیاتولو سره له (۴۵۲،۶۴۱) میلیارد افغانیو څخه (۴۷۳،۰۴۰) میلیارد افغانیو ته تغییر کړی چې له هغې جملې (۳۱۱،۱۹۹) میلیارد افغانۍ عادي بودجه او (۱۶۱،۸۴۲) میلیارد افغانۍ انکشافي بودجه ده او د بودجی کسر له قرضې او ریزرفي وجوه تمویلېږي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې له بحث او غور وروسته د ۱۴۰۰ مالي کالي ملي بودجې مسودې طرحه تصویب او مالیې وزارت یې موظف کړ چې د ملي شورا له لارې د هغه د پړاوونو پر بشپړولو عاجل اقدام وکړي.

د خبرپاڼې د معلومات پرنسټ، په دې ناسته کې ولسمشر غني د کابل پوهنتون او ۴۶ نورو پوهنتونونو له استاذانو او محصلینو سره د سولې اعمار د څرنګوالي په هکله چې د افغانستان د انکشاف او سولې ملي چوکاټ دویم سند (ANPDF II) له عمده موخو څخه ده، د بحث او نظریاتو د تبادلې او سولې دویم پړاو مذاکراتو د ښه ترسره کېدو په موخه د ملي مذاکراتو پر ایجاد د تمرکز په اړه معلومات ورکړل او د دولتي مقاماتو له لوري یې د ټولنې له ټولو اقشارو سره د دغه ډول بحثونو پر دوام ټینګار وکړ.

سرچينه کاږي، د کابینې له غړو اووالیانو وغوښتل شول چې د سولې بهیر په اړه د ملي افکارو د انسجام او بسیج او د ملي وجیبې او دسپلین په توګه په دقیق ډول د نظریاتو د توحید او تاریخي او نړیوال فکر د ایجاد لپاره هڅې وکړي.

Views: 63

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.