کابل/ زرنج (پژواک، ٦ مرغومى ٩٩): د ملي دفاع وزارت وايي چې په هلمند ولايت کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د القاعده ډلې څلور غړي او ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دغه وزارت له خوا د مرغومي په ٦مه په يوه خپره شوې خبپاڼه کې راغلي، تېره ورځ وسله والو طالبانو غوښتل چې د هلمند ناوې ولسوالۍ “مومن خان” اړوند سیمه کې ماینونه خښ کړي.
سرچينې زياته کړې چې دغه طالبان د هوایي ځواک تر بریدونو لاندې راغلل چې په ترڅ کې يې د هند شبه جزیرې لپاره د القاعدې شبکې د څلورو غړو په ګډون ١٥ وسله وال طالبان ووژل شول او ٣ درې نور ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
بلخوا په نيمروز ولايت کې د ملي امنيت رياست له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو یې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د القاعدې يو غړى په زرنج ښار کې نيولى دى.
سرچينې زياته کړې، نيول شوى خيرالله نومېږي او د القاعده اړوند د مولوي انس ډلې غړى و چې په سيمه کې يې ترهګريز فعاليتونه کول.
په خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړى د کنګ ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون د اوو سرتېرو په وژلو کې هم لاس درلود.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن