جلال اباد (پژواک، ۹ مرغومی ۹۹): د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيوال سازمان له لوري د ننګرهار د عامې روغتيا له رياست سره د ۴۵ زره ډالرو په ارزښت له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې په موخه د توکو مرسته وشوه.
په دغو توکو کې دوه ونټلاټورونه، ماسکونه، د لاس مينځلو مايع او نور وسايل شامل دي چې روغتيايي مسوولين يې د ستونزو د حل لپاره اړين ګڼي.
دغه توکي د مرغومي په ۹مه د ننګرهار ولايت مقام په انګړ کې د ياد سازمان د مسوولينو له لوري د ننګرهار عامې روغتيا رياست ته وسپارل شول.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نصير احمد ساپي وويل، په دغو توکو کې چې ټول لس قلمه کېږي، دوه ګرځنده ونټلاټورونه، ماسکونه، د لاس مينځلو مايع، دستکش، عينکې، د کرونا کېټونه، د کرونا ځانګړی روغتيايي لباس او نور شيان شامل دي.
دی وايي، اوسمهال په ننګرهار کې د ۸۰ په شاوخوا کې وينټلاټورونه موجود دي چې د جلال اباد حوزوي روغتون، کرونا درملنې روغتون، فاطمه الزاهرا روغتون او د ولسواليو يو شمېر روغتونونو کې موجود دي چې د ناروغانو درملنه پرې کېږي.
هغه زياته کړه، د دغو توکو په مرستې سره به دوی وکولای شي چې د کرونا ناروغانو د درملنې په برخه کې د خپلو کارمندانو او ډاکټرانو ساتنه وکړي او هغوی په کرونا له اخته کېدو څخه ساتل شوي دي.
د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل وويل، د کرونا لومړۍ څپې پرمهال روغتيا برخه له ستونزو سره مخ شوې وه چې ډېری هېوادوالو په اسانۍ روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه درلود.
دی وايي، دا ډول مرستې افغان حکومت او روغتيا وزارت ډاډمن کوي چې که د کرونا دويمه څپه راځي نو ګواښونه به تر پخوا ډېر کم وي.
د کرونا د دويمې څپې له راتګ سره سم يو شمېر نړيوالو موسسو او د ملګرو ملتونو نړيوال سازمان افغانستان سره د کرونا د مخنيوي په خاطر مرستې پيل کړې دي.
Views: 9
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن