کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۹۹) : ایران ته تللي دطالبانو د قطر دفتر پلاوی وایي چې ددوحې دتړون له مخې د افغانستان اوسنی حکومت له منځه ځي.
د طالبانو د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی له تیرو څو ورځو راهیسې په ایران کې دي او له بیلا بیلو چارواکو سره یې لیدلي دي.
د دې پلاوي غړو ملا خیرالله خیراه او سهیل شاهین نن د سلواغې په ۱۳مه، په یوه خبري ناسته کې وویل، چې له امریکا سره ددوحې د تړون او بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې به د افغانستان اوسنی حکومت له منځه ځي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ تر یو نیم کال مذاکراتو وروسته د ۲۰۲۰ کال د فرورۍ په ۲۹مه، په قطر کې تړون لاسلیک شو، چې له مخې یې د ۲۰۲۱ کال تر می میاشتې به له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه واوځي.
سهیل شاهین وویل چې د دوحې تړون له مخې چې اوسنی افغان حکومت له منځه ولاړ شي، پر ځای به یې نوی اسلامي حکومت جوړیږي.
د هغه په وینا، که چیرې د تړون څخه پر سرغړونې له ۱۴ میاشتو وروسته بیا هم بهرني ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي، هغه به د اشغال په مانا وي.
ده زیاته که : (( په دې صورت کې به موږ د هغوی پر وړاندې جګړه بیا پیلوو.))
دا په داسې حال کې ده، چې رویټرز اژانس پرون د ناټو د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې و، چې تر مې میاشتې وروسته به هم ددوی سرتیري په افغانستان کې میشت وي، خو ناټو نن دا خبر ګمراه کوونکی وباله.
تر دې مخکې مسکو ته د طالبانو د تللي پلاوي غړی شیرمحمد عباس ستانکزي په یوه خبري کنفرانس کې د ولسمشر اشرف غني د استعفی او د یو نوی حکومت غوښتنه کړې وه، چې د افغان دولت له سخت غبرګون سره مخ شو.
ولسمشر اشرف غني یې په غبرګون کې وویل چې د موقت حکومتونو تجربه ناکامه ده او په هیواد کې به د وینې توییدنه پیل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP