ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې يو قاضي او دوه ځانمرګي بريدګر وژل شوي

په ننګرهار کې يو قاضي او دوه ځانمرګي بريدګر وژل شوي

author avatar
3 Feb 2021 - 10:48
په ننګرهار کې يو قاضي او دوه ځانمرګي بريدګر وژل شوي
author avatar
3 Feb 2021 - 10:48

جلال اباد (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۹): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د استېناف محکمې يو قاضي د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې ووژل شو.

بلخوا په نازيانو ولسوالۍ کې دوه ځانمرګي بريدګر تر پېژندلو وروسته وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان د سلواغې په ۱۵مه پژواک اژانس ته وويل، نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار د دويمې ناحيې اړوند چپرهار زړې اډې سيمه کې ناپېژانده وسله والو يوکس وژلی دی.

دی وايي، د وژل شوي کس د هويت په تړاو ورته معلومات نشته او وسله وال له سيمې تښتېدلي دي.

بلخوا يوې باوري امنيتي سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک اژانس ته وويل، وژل شوی کس د ننګرهار داستېناف محکمې اړوند د امنيت او تجارت د ديوان قاضي دی.

هغه د وژل شوي کس نوم حفيظ الله ياد کړ.

د جلال اباد د حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګر هم پژواک ته وويل چې د پېښې له ځايه د حفيظ په نوم د يوتن جسد وروړل شوی دی.

د دغې پېښې مسووليت چا نه دی منلی.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار نازيانو ولسوالۍ کې دوه ځانمرګي بريد کوونکي موخې ته تر رسېدو مخکې وژل شوي دي.

د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل وايي، د ننګرهار نازيانو ولسوالۍ لنډۍ سيمه کې پرون ماښام دوه ځانمرګي بريدکوونکي هغه مهال موخې ته تر رسېدو مخکې ووژل شول چې غوښتل يې د ولسي پاڅون کوونکو په قرارګاه ځانمرګی بريد وکړي.

دی وايي، بريدګر موخې ته تر رسېدو وړاندې د پاڅونوالو له لوري ووژل شول، چې د وژل کېدو پر مهال يې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه هم ورکړې، خو بل چاته يې هيڅ ډول زيان نه دی اړولی.

وسله والو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ويلي.

Views: 147

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.