Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ځوانانو بغلان کې له فساد سره د مبارزې په موخه له چارواکو لیکلې ژمنې واخیستې

پلخمري (پژواک، ۲۰ سلواغه ۹۹): د بغلان ځوانانو ټولنې د دغه ولایت د یو شمېر دولتي ادارو له مسوولینو څخه له فساد سره د مبارزې په برخه کې لیکلې ژمنې واخیستې.

د بغلان د ځوانانو ټولنې مشر شېر محمد مرادي په دې اړه جوړه شوې  غونډه  کې د دغه ولایت د یو شمېر دولتي ادارو  وروستۍ کړنې  وستایلې او د لاښو خدمتونو د ترسره کولو په موخه یې د یاد ولایت د يو شمېر ادارو له چارواکو ليکلې ژمنې واخيستې.

په دغو کسانو کې د کلیو پراختيا، ډبرو سکرو، کرنې او مالدارۍ، کډوالو چارو،  د پوهنې او روزنې، اقتصاد، احصایې مدیریت، د تخنیکي او سوداګرۍ تعلیماتو او ورزشي امریتونو مسوولين شامل دي.

هغه وویل چې د ځوانانو له خوا د یادې  غونډې موخه په دولتي ادارو کې د کاري لایحې له مخې خدمات ترسره کول او له فساد سره د مبارزه کول دي.

دغه راز د بغلان د والي مرستیال ذبیح الله احساس وويل چې ټول دولتي مسوولين بايد له فساد سره جدي مبارزه وکړي.

هغه د بغلان دولتي مسوولينو ته وويل: (( که تاسو ښه خدمات وړاندې کړئ او له فساد سره مبارزه وکړئ له دې هم ډېر ستايل کېږئ او د دولت او خلکو ترمنځ واټن هم کميږي.))

احساس خپله هم د ځوانانو اتحاديې ته په ليکلي بڼه وويل چې له فساد سره جدي مبارزه کوي.

دغه راز ديني عالم مولوي  محمد رسول  نعماني  وویل چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د بغلان ولایت د یو شمېر دولتي ادارو وروستۍ هڅې د ستایلو دي خو قانع  کوونکې ځکه نه دي چې یو شمېر  مامورین لاهم په فساد کې ښکېل دي.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم دولتي مسوولينو په کراتو له اداري فساد سره د مبارزې ژمنې کړي خو عملي کړي يې نه دي او خلک اوس هم له اداري فساد څخه سرټکوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.