خوست ښار (پژواک، ۲۰ سلواغه ۹۹): د خوست امنيه قوماندانۍ پوليسو له خوا د بېلابېلو عملياتو پرمهال نيول شوي نشه يي توکي په عام محضر کې وسوځول شول.
په دې نشه يي توکو کې ۲۹۷ کيلو ګرامه چرس، ۹۰ لیتره الکولي مشروبات، ۱۷۳ ګرامه هيرويين، تقريباً ۶ کيلو ګرامه شيشه، ۴۷۴ ګرامه ترياک شامل وو.
د خوست امنيه قوماندان پاسوال محمد داوود امین د دې نشه يي توکو د سوځولو پرمهال پژواک اژانس ته وويل، دا نشه يې توکي د تېر يو کال په جريان کې د پولیسو له خوا د بېلابېلو عملياتو پرمهال نیول شوي وو.
نوموړي زياته کړه، د يادو نشه يي توکو د پېر او پلور په تور پوليسو ۲۷۳ کسان نيولي چې قضيې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
امنیه قوماندان داوود امين ډاډ ورکړ چې د خلکو په همکارۍ سره به دغه ولايت کې د نشه يي توکو د پېر او پلور کچه صفر ته رسوي.
د اجمل په نوم ددغه ولايت يو تن اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د نشه يي موادو پېر او پلور کم شوی دی.
هغه وويل، وړاندې له دې به په ښکاره ډول د نشه يي توکو پېر او پلور کېده، خو هغه مبارزه چې دا مهال پوليسو د نشه يي توکو پروړاندې پيل کړې، د نشه يي توکو ګراف راټيټ شوی دی.
نوموړي له پوليسو غوښتنه وکړه، چې خپلې دغې مبارزې ته همداسې دوام ورکړي، څو په دغه ولايت کې په بشپړ ډول د نشه يي توکو پېر او پلور ورک شي.
د نورګل په نوم د دغه ولايت بل اوسېدونکي هم له پژواک اژانس سره خبرو کې د نشه يي توکو پروړاندې د پوليسو له پيل شوې مبارزې څخه ستاينه وکړه، خو زياتوي، چې په دې برخه کې دې نور هم پام زيات کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP