خوست ښار (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۹): د سوېل ختيځو څلورو ولايتونو زده کوونکو لپاره د پوهنې وزارت له بودجې د نمونوي لېسې نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د خوست، پکتيا، پکتيکا او لوګر ولايتونو زده کوونکو لپاره دا نمونوي لېسه د خوست ښار لوېديځ لور ته د حلقوي سړک پر غاړه د ازادۍ مېنې ښارګوټي کې پر ۸ جريبه ځمکه جوړه شوې ده.
د پوهنې وزارت سرپرستې رنګينې حميدي د سلواغې په ٢٣مه د دې لېسې د پرانيستې پر مهال وويل چې دغه ښوونځی د ۲۱۵ ميليونه افغانیو په لګښت جوړ شوی او چارې يې په دوو کلونو کې بشپړې شوې دي.
هغې زياته کړه، دا د هېواد په کچه لومړنی نمونوي ښوونځی دی چې پوهنې وزارت يې په خوست کې جوړوي، خو پلان لري چې دې ته ورته شپږ نور ښوونځي هم په يو شمېر نورو ولايتونو کې جوړ کړي.
مېرمن رنګينه وايي: ((دا ودانۍ ۷۲ درسي خونې، ليليه، جومات او نور محلقات لري، داسې ښوونځى په افغانستان کې تر اوسه پورې په افغاني بودجه نه دى جوړ شوی او دا زموږ لپاره وياړ دی.))
نوموړې دغه راز د یاد ښوونځي لپاره د ځانګړي تشکيل منظورولو ژمنه هم وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به پر دنده وګومارل شي.
بل پلو د خوست د پوهنې رييس نصيراحمد روښان وايي، په دغه ښوونځي کې له نهم څخه تر دوولسم ټولګي پورې د مرکز او ولسواليو هغه زده کوونکو ته ځای ورکول کېږي چې د نورو هغو په پرتله ځيرک او نوښتګر وي.
هغه وايي، د اوس لپاره دا ښوونځی د ۲۸۴ زده کوونکو د جذب ظرفيت لري.
روښان زياته کړه: ((موږ به دغو زده کوونکو ته ليليه ورکوو او د ليليې ترڅنګ به ټول هغه امکانات چې په ماډرنه نړۍ کې د يوه زده کوونکي لپاره يې اړتيا وي، دا به په اختيار کې ورکوو.))
په ټوله کې که څه هم د دغه ښوونځي جوړېدو ته خلک خوښ دي، خو د هغوی غوښته يې دا ده چې زده کوونکي ورته د يوې شفافې پروسې له مخې جذب شي.
د محمد ولي شاه په نوم يوه زده کوونکي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((ډېر خوښ يو دغې لېسې ته او دا يوه تقاضا لرو چې لکه مثلاً د دغې د جذب پروسه بايد ډېره شفافه وي او ټول هغه زده کوونکي او ښوونکي چې دې ته لار پيدا کوي، د سالم رقابت له مخې بايد وي او په يوه شفاف محيط کې دا پروسه مخکې لاړه شي.))
د خوست د پوهنې رياست مسوولينو په وينا چې په تېرو درېیو کلونو کې د پوهنې په برخه کې د يو ميليارد افغانيو په ارزښت بېلابېلې پراختيايي پروژې پلې شوې دي چې پر دغه بهير يې مثبت اغېز کړی دی.