Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پلخمري کې په لومړي ځل ښاري امبولانسونو فعالیت پیل کړ

پلخمري (پژواک، ۴ کب ۹۹): د بغلان د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د لومړي ځل لپاره ښاري امبولانسونو ٢٤ ساعته فعاليت پيل کړ.

د دې ولايت د عامې روغتیا ريیس ډاکټر حبیب الله محب په دې اړه جوړو شوو مراسمو ته وویل چې له کابل، هرات او پروان ولايتونو وروسته بغلان کې هم ښاري امبولانسونو ۲۴ ساعته خدمات پیل کړل.

هغه وایي: ((دغه درې امبولانسونه چې نهه روغتیایي کارکوونکي لري، شپه او ورځ به د خلکو په خدمت کې وي.))

ده زياته کړه، ډېری وخت د زړه او ولادي ناروغانو روغتون ته پر وخت نه رسېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکاوه، خو له نويو امبولانسونو سره به تر ډېره دغه ستونزه هواره شي.

دغه راز د بغلان والي محمد اکبر بارکزي وويل چې د ٢٤ ساعته امبولانسونو فعالېدل يو ښه زېرى دى.

هغه زياته کړه: ((بغلان د نهو شمالي ولايتونو دروازه ده، تر ټولو ډېرې ترافيکي او جنګي پېښې په دغه ولايت کې کيږي، نو دغه شان امبولانسونو ته سخته اړتيا وه، ښه شو چې فعاليت يې پيل کړ.))

د بغلان د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د تېر يوه کال په اوږدو کې ٢٨٠٠ کسان په ترافيکي، جنګي او نورو پېښو کې زيانمن شوي چې د ښاري امبولانس د نشتوالي له امله پر وخت رسېدنه ورته نه ده شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.