Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اندړ: طالبانو د دوحې له تړون څخه په سرغړونې تاوتریخوالی نه دى کم کړى

کابل (پژواک، ۷ کب ۹۹) : د افغانستان د ملي امنیت شورا طالبان د دوحې له تړون څخه په سرغړونې تورنوي او وايي چې دغې ډلې نه تاوتریخوالی کم کړی او نه یې له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې پرې کړې دي.

د دغې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ په ویډیویي خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله سږکال ژمي کې جګړه لاپسې زیاته شوې ده.

هغه وایي، بهرني وسله وال په ځانګړي ډول د القاعده شبکې غړي لا هم د طالبانو په لیکو کې حضور لري.

اندړ زیاته کړې: “تر اوسه هیڅ داسې دلیل نه شته چې له بهرنیو ترهګرو ډلو څخه د طالبانو د لرې کېدو لېوالتیا ثابته کړي، ځکه طالبان او القاعده داسې ایډیالوژیک مشترکات لري چې د هېوادونو پر جغرافیایي تقسیم -‌بندي هم باور نه لري”.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو دوه ورځې مخکې خپلو وسله والو ته ویلي و، چې په خپلو لیکو کې له اجازې پرته بهرنیو وسله والو ته ځای مه ورکوئ.

د امریکا – طالبانو د سولې د تړون په اساس چې کابو یو کال وړاندې په دوحه کې لاسلیک شو، طالبانو ژمنه کړې چې د القاعده شبکې په ګډون له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کوي، تاوتریخوالی کموي او له افغان دولت سره د سولې مذاکرات پیلوي.

خو د امریکا د سر څېړونکي ادارې سیګار د تازه راپور په اساس، د القاعده شبکې غړي د طالبانو په لیکو او د سوق او ادارې په جوړښتونو کې مدغم شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ارزونې او بندیزونو ډلې هم په غزني کې د القاعده شبکې د دوو قوماندانانو حسام‌الدین عبدالرووف مشهور په ابو محسن المصري، محمد حنیف مشهور په عبدالله او د هغوی د یو شمېر کسانو وژل کېدو ته په اشارې د فبروري په درېیمه راپور ورکړ چې طالبان او القاعده پیاوړې اړیکې لري.

ملګرو ملتونو په دې راپور کې اټکل کړی چې القاعده شبکه په افغانستان کې له ۲۰۰ څخه تر ۵۰۰ غړي لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.