جلال اباد (پژواک، ۱۷ کب ۹۹): د خبريالانو د ملاتړ ټولنو فدراسيون وايي، ننګرهار ته د خبريالانو پر وړاندې وروستي امنيتي ګواښونه او پېښې په سمه توګه نه دي څېړل شوې.
دوی وايي، په دې وروستيو کې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالی د ټول هېواد په کچه ډېر شوی خو د ننګرهار په تړاو اندېښنې ډېرې شوې دي.
د ملي امنيت، سيمه ييزو ارګانونو، کورنيو چارو وزارت او د خبريالانو ملاتړ ټولنو فدارسيون استازو د کب په ۱۷مه جلال اباد ته د سفر پر مهال په دغه ولايت کې د خبريالانو ستونزې واورېدې او ډاډ يې ورکړ چې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره به يې د حل په موخه شريکې کړي.
د حکومت او خبريالانو ګډې کمېټې د څېړنو برخې مسوول حجت الله مجددي وايي، په ننګرهار کې د خبريالانو پر وړاندې امنيتي ګواښونه او وروستۍ پېښې چې څلور ښځينه خبريالانې په کې ووژل شوې، په سمه توګه نه دي څېړل شوي.
دغه راز د خبريالانو د دفاع کمېټې مشر عبدالمعيد هاشمي وويل، په تېرو دوولس اوونيو کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه ډېره شوې چې لس خبريالان او درې يې د کورنۍ غړي وژل شوي او ټولو ته ګواښونه موجود دي.
هغه د رسنيو پر مسوولينو هم نيوکه وکړه چې له خبريالانو د ماشين په توګه کار اخلي او خونديتوب ته يې هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
د خبريالانو ملاتړ ټولنې د ننګرهار استازی شېرشاه همدرد هم اندېښمن دی چې په دغه ولايت کې د خبريالانو پر وړاندې ګواښونه ډېر شوي او په تېرو درېيو مياشتو کې ۴ ښځينه خبريالانې وژل شوې دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی بيا وايي، ولايتي ادارې د خبريالانو ټولنو، رسنيو او خبريالانو سره کتنې کړې او د هغوی له غوښتنو سره سم يې په ځانګړو تدابيرو کار پيل کړی دی.
Views: 29
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن