Language

کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ١٤٠٠): د کابل په چهار اسیاب ولسوالۍ کې چاودنې له امله پنځه کسان وژل شوي دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن له غرمې مخکې د کابل چهاراسیاب ولسوالۍ په للندر دره کې پر ولسي پاڅونوالو چاودنه شوې ده.

فرامرز د دې پېښې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

خو يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې دغه پېښه د جنرال عبدالخلیل للندري پر زامنو او  لمسیانو شوې ده چې پنځه کسان په کې وژل شوي دي.

عبدالخليل للندري د چهار اسياب ولسوالۍ د للندر درې سيمه ييزې شورا رييس دى.

هغه څه موده وړاندې د ولسمشر له لومړي مرستيال امرالله صالح سره هم ليدلي وو او د للندر درې د اوبو په اړه يې ورسره خبرې کړې وې.

د يادې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.