ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څېړنه: کندوز ښار کې ترافیک پولیس له ريکشو د ورځې سل زره افغانۍ باج اخلي

څېړنه: کندوز ښار کې ترافیک پولیس له ريکشو د ورځې سل زره افغانۍ باج اخلي

author avatar
24 Mar 2021 - 13:38
څېړنه: کندوز ښار کې ترافیک پولیس له ريکشو د ورځې سل زره افغانۍ باج اخلي
author avatar
24 Mar 2021 - 13:38

کندوز ښار (پژواک، ۴ وری ٩٩): د پژواک موندنې ښیي چې د کندوز ترافیک د رکشاوو چلوونکي مجبوروي چې د ورځني کار په بدل کې ورته رشوت ورکړي، پرته له دې د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي.

د دې څېړنې موندنې ښیي چې د مدني بنسټونو استازو، ولایتي شورا غړو، پلورونکي، شنونکو او د کندوز اوسېدونکو له پژواک سره په ويډیویي مرکو کې ویلي چې ترافیک پولیس د ورځې له هر ريکشې۵۰ افغانۍ اخلي، که په څلورو بندرونو کې هره ورځ له شاوخوا ۲۰۰۰ ريکشاوو یادې پیسې واخیستل شي، تر سل زره افغانیو اوړي.

څېړنې ښودلې چې د «امام صاحب، خان اباد، کابل او د ولایت جاده»، هره ورځ شاوخوا دوه زره ریکشې تګ راتګ کوي.

د کندوز ترافیکو مدیر شمېرو له مخې، دا مهال له ټولو ۱۵۰۰۰ ریکشاوو ۳۲۰۰ یې نمبر پلېټ لري او پاتې نورې له نمبر پلېټ پرته فعالیت کوي. دغه راز شاوخوا ۸۵۰۰ نور بېلابېل وسایط له نمبر پلېټ پرته او شاوخوا ۱۲۵۰۰ پلېټ لرونکي وسایط فعالیت کوي.

د ریکشو چلوونکي: ترافیک پولیس په زور پیسې اخلي

د ریکشاوو یو شمېر چلوونکي د کندوز پولیس ترافیک پر رشوت اخیستلو او غلا تورنوي او وایي چې ترافیک هره ورځ له دوی پیسې اخلي او که څوک یې ورنه کړي، یا ریکشا پنچروي او یا هم د فعالیت اجازه نه ورکوي.

یوه ریکشا چلوونکي ۴۵ کلن محمد عمر پژواک خبري اژانس ته وویل: «د ریکشاوو ډېری چلوونکي هره ورځ له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانیو ترافیک پولیسو ته ورکوي.»

هغه زیاته کړه: «د بډو اخیستو مخه باید ونیول شي، نه شو کولای ترافیکو ته پیسې ورکړو»

یو بل ریکشا لرونکی فیض الرحمن وویل که ترافیکو ته څوک پیسې ورنه کړي، د فعالیت اجاره نه ورکوي.

هغه زیاته کړه: «حکومتي مامورین او زموږ نظامیان د ترافیکو بډې په سترګو ویني؛ خو د مخنیوي لپاره یې څوک اقدام نه کوي.»

هغه چې په ښار کې د فعالیت لپاه هره ورځ ترافیک پولیسو ته ۵۰ افغانۍ ورکوي، وایي: «څرنګه چې ترافیکو ته پیسې ورکړو، د چوک خواته د تګ اجازه راکوي چې سپرلي یوسو، که پیسې ورنه کړو اجازه نه راکوي، د ښار په بله برخه کې سپرلي نشته، بېکاره پاتې کېږو.»

یو بل چلوونکی سردارمحمد پژواک ته وویل، یوه ریکشا یې په پور پېرلې؛ ځکه د کور یوازېنی سرپرست دی او له همدې لارې کورنۍ ته نفقه برابروي.

هغه زیاته کړه: «یو شمېر چلوونکي د نورو کسانو ریکشاوې په میاشتنۍ کرایه چلوي، له بده مرغه د دوی ورځني عواید دومره نه کېږي چې د ریکشا څښتن او چلوونکي کورنۍ ستونزې حل کړي.»

بل چلوونکي عبدالاحمد وویل: «ترافیک مو ډېر ځوروي، د ریکشا ټایرونه پنچروي، په یوه او بله بهانه رانه پیسې اخلي.»

هغه زیاته کړه، مسوولین باید د ریکشا چلوونکو غږ واوري او د ترافیک پولیسو له خوا د بډو اخیستو مخه ونیسي.»

یو شمېر نورو چلوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د یادې ستونزې د حل غوښتنه یې وکړه.

که څه هم د کندوز ترافیکو منسوبینو نه غوښتل په دې اړه څه ووایي، خو ځینو یې د نوم نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس ته وویل چې د میاشتنۍ تنخوا لږوالي او درنو ورځنيو فعالیتونو له امله ځیني مهال د ریکشا او نورو موټرو له چلوونکو پیسې اخلي.

پژواک داسې اسناد ترلاسه کړي چې د ریکشو له چلوونکو د ترافیک پولیس باج اخیستنه ښيي.

د څېړنې په لړ کې د پژواک خبریال د کندوز ښار پر شرکت واټ د بادام سرای مخې ته د داسې صحنې انځورونه اخیستي چې یو ترافیک پولیس د ریکشا له چلوونکي پیسې اخلي.

په داسې حال کې چې د کندوز پولیس له چلوونکو هر ډول بډې اخیستل ردوي، خو په ورته مهال ژمنه کوي چې د بډو اخیستو مخنیوي لپاره به د پولیسو په بېلابېلو برخو کې بدلونونه راولي.

له ترافیکي ګنې ګوڼې د ښاریانو اندېښې:

د کندوز ښار اوسېدونکي غلام حضرت پژواک ته وویل، ترافیک پولیس پر سړکونو د ګڼې ګوڼې لامل شوي دي.

هغه زیاته کړه: «کله ترافیک ریکشا د پیسو اخیستلو لپاره دروي، نور مجبور دي په هغه پسې ودرېږي چې د لارې بندېدو لامل کېږي او دا وضعیت د دې لامل کېږي څو سړک د ساعتونو لپاره تړلی وي.»

په کندوز ښار کې ولایت واټ یوه دوکاندار احسان الله بیان پژواک ته وویل چې پر یوازې دغه بندر کې ۱۰۰۰ ریکشاوې فعالیت کوي، که ترافیک هره ورځ له یوې ریکشا ۵۰ افغانۍ واخلي، ډېرې پیسې کېږي.

هغه زیاته کړه: «د ترافیکو منسوبین مشر لري، د ریکشاوو چلوونکي پیسې د ترافیکو مشرانو ته ورکوي چې وروسته لوړې مرجع ته انتقالېږي.»

د فساد مخنیوي لپاره نه اقدام:

د کندوز د مدني ټولنې مشارکت شبکې رییس عنایت الله خلیق پژواک ته وویل، له کلونو راهیسې د ترافیک پولیسو له خوا ناقانونه بډې اخیستل کېږي، خو هېڅ بنسټ یې د مخنیوي لپاره اقدام نه کوي.

هغه وویل: «ترافیک پولیس ریکشاوې دروي او له پیسو اخیستو وروسته په ښار کې د فعالیت اجازه ورکوي.»

په ورته مهال، د کندوز ولایتي شورا غړي امرالدین ولي پژواک ته وویل تر اوسه د لیني موټرو توقیف لپاره د ترافیکو له خوا بندرونه او لارې نه دي ځانکړې شوې، څو چلوونکي د توقیف او حرکت مسیر وپېژني.

هغه زیاته کړه، د ترافیک مسوولینو د خپلو کسانو لپاره د بډو اخیستو زمینه برابره کړې؛ ځکه هغوی خپل ورځني عایدات له خپلو مسوولو چارواکو سره وېشي.»

هغه له سیمه ییز حکومته وغوښتل څو قانون پر ټولو یو شان تطبیق کړي او د ناقانونه رشوت مخه ونیسي.

د کندوز ترافیکو مدیر په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

خو د کندوز پولیسو ویاند انعام الدین رحماني پژواک اژانس ته وویل، هغه کسان چې خلک، په ځانکړې توګه موټر چلوونکي ځوروي، د پولیسو له خوا په نښه کېږي او جزا ورکول کېږي.

هغه ټینګار وکړ: «که د پولیسو هر منسوب پر خپل سر کوم کار وکړي، چلوونکي په لارو، دروازو او د ښار په داخل کې د غیر قانوني بډو اخیستو په موخه وځوروي، قانوني چلند به ورسره وشي.»

رحماني زیاته کړه، د ریشکاوو درولو لپاره له وړاندې ځایونه ځانکړي شوي، خو د ریکشاوو یو شمېر چلوونکو له دغه امر څخه سرغړونه کړې او د ګڼې کوڼې په ځایونو کې تګ راتګ کوي چې ترافیک اړ دي پلتنې ترې وکړي.

رحماني د ریکشاوو له چلوونکو وغوښتل څو هغه کسان چې دوی ځوروي او بډې ترې اخلي، پولیسو ته معرفي کړي څو ونیول شي.

دا شکایتونه په داسې حال کې کېږي چې د کندوز ښاریانو په باور، سلګونه بې ګمرکه او بې نمبر پلېټه موټر، په ښکاره ډول په ښار کې تګ راتګ کوي خو هېڅ خنډ ورته نه جوړېږي.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.