پل علم (پژواک، ٢٣ ورى ١٤٠٠): د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې د نجونو يوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د لوګر پوهنې رياست وياند شاپور عرب د وري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بره کي برک ولسوالۍ د شیخ حسن نجونو لومړني ښوونځي ودانۍ له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د نوموړي په وينا، دغه ښوونځی د پوهنې ریاست د انجینرۍ مدیریت له خوا د کلیو، بیا رغاونې او پراختیا وزارت د اقراء پروګرام په پنځه ميليونه افغانۍ مالي لګښت جوړ شوی دی.
عرب زياتوي چې یاده جوړه شوې ودانۍ لس درسي ټولګي، دوه اداري خونې، د اوبو څاه او پنځه غرفې تشنابونه لري چې په جوړېدو سره یې د شپږ سوه نجونو زده کوونکو د سرپناه ستونزه هواره شوه.
دى وايي چې د لوګر د ۲۷۶ ښوونځيو له ډلې ۹۳ ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري، هڅې پیل شوې چې دغو ښوونځیو ته هم ودانۍ جوړې شي.
دغه راز د بره کي برک ولسوالۍ اوسېدونکي احمد مختار پژواک ته وويل چې د شيخ حسين لومړني ښوونځي ودانۍ نه درلوده او زده کوونکي يې له سختو ستونزو سره مخ وو.
دى وايي: ((ډېرى وخت به د باد او باران پر مهال مکتب رخصت و خو اوس ښه شوه دغه ستونزه حل شوه.))
د يادونې ده، شپږ ورځې مخکې هم په یاده ولسوالۍ کې د حمیدالله فاروقي په نوم د هلکانو یو ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
Views: 96
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن