ژبه

ولسمشر غني  کندهار کې د مهمند نړيوال ٢٠٠ بستريز روغتون پرانيست

کندهار (پژواک، ٢ غويى ١٤٠٠): ولسمشر اشرف غني کندهار ولايت ته د سفر پر مهال هلته د خصوصي سکتور له خوا د مهمند په نوم نوى جوړ شوى دوه سوه بستريز روغتون پرانيست.

د کندهار ولايت مقام وايي چې ولسمشر اشرف غني نن سهار د يوه لوړ پوړي پلاوي سره دغه ولايت ورغلی دی.

سرچينې زياته کړې، په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ لومړي مرستيال، د ملي امنيت سلاکار، د چارو ادارې عمومي رييس، د کابينې يو شمېر غړو، د کندهار والي او په ملي شورا کې د  یاد ولایت استازو د يې ملتيا کوله، ولسمشر غني د پردې په لرې کولو سره مهمند دوه سوه بستريز پرانيست او د هغه له روغتیایي مسوولینو سره یې په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال يونس مهمند وويل، سوداګرو ته د دولت له لوري د اسانتياوو رامنځته کول دوی په هېواد کې پانګونې ته هڅوي او دې برخې ته یې  د حکومت د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.

ورپسې د مهمند ګروپ رييس صديق مهمند وويل، مهمند نړيوال دوه سوه بستريز روغتون د کرونا وبا په سختو شرايطو کې د هېواد سوېلي حوزې خلکو ته معياري خدمتونه وړاندې کړي او  له دې وروسته به هېوادوال اړ نه وي چې د درملنې لپاره بهر ته ولاړ شي.

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د ياد روغتون د پرانيستې د مبارکۍ ترڅنګ وويل، حکومت له خصوصي سکتور سره نږدې اړيکې رامنځته کړې او په اقتصادي وده کې د دوی رول د ستايلو دی.

هغه زیاته کړه، په اوسنيو شرايطو کې پانګونه له وطن سره د مهمند ګروپ د مسوولينو مینه ښيي او له دې سره به د درملنې لپاره بهر ته د وړل کېدونکې پانګې مخه ونيول شي.

ولسمشر غني د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته ټولو هېوادوالو، په ځانګړي ډول د کندهار خلکو ته د مهمند نړيوال روغتون پرانيستلو مبارکۍ پر مهال وويل، د مهمند روغتون جوړېدل د کمال خان بند په څېر د ټولو افغانانو لپاره د وياړ خبره ده.

هغه زياته کړه: ((نن زموږ د روغتيا په تاريخ کې يو نوی فصل دی او د مهمند روغتون معياري خدمتونه او تجهيزات يې وستايل.))

ولسمشر د کابينې غړو ته لارښوونه وکړه چې له دې وروسته به ټول لوړپوړي دولتي مسوولين لومړی په مهمند روغتون کې درملنه کوي او که اړتيا وه بهر ته به د درملنې لپاره ځي.

هغه له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل، نور د جګړې لپاره دلايل ختم دي او پر طالبانو يې غږ وکړ چې راشي او په افغاني همت، يووالي، اراده او درک دا وطن جوړ کړي.

ولسمشر غني د خپلو خبرو په پای کې وويل، مهمند روغتون د نوي کندهار انځور دی او د دغه روغتون د مسوولينو ټولو غوښتنو او وړانديزونو ته به رسېدنه وشي.

مومند نړیوال روغتون په کندهار کې د ملي سوداګر حاجي صديق مهمند له خو د شاوخوا ٤٠ميليونو ډالرو په لګښت جوړ شوى چې پرمختللي تجهیزات او وسایل به ولري او د نړۍ مجرب ډاکټران به پکې کار کوي.

د مهمند نړیوال روغتون مسوولين وايي چې دوى بېلا بېل طبي څانګې لکه د زړه ناروغانو، ارتوپیدي، سترګو، عمومي داخله، عصبي، جراحي، نسایی ولادي او د بیلابیلو لابراتواري عادي او پرمختللي معایناتو څانګې لري چې د اتجربه لرونکو روغتیاپالانو له لوري د کندهار په شمول د لوی کندهار او ټول هېواد ناروغانو ته په ۲۴ ساعته ډول روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

ورته موضوع