ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې تېر کال ۵۰ زره کسان په ملاريا ناروغۍ اخته شوي

ننګرهار کې تېر کال ۵۰ زره کسان په ملاريا ناروغۍ اخته شوي

author avatar
25 Apr 2021 - 13:47
ننګرهار کې تېر کال ۵۰ زره کسان په ملاريا ناروغۍ اخته شوي
author avatar
25 Apr 2021 - 13:47

جلال اباد (پژواک، ۵ غويی ۱۴۰۰): د ننګرهار روغتيايي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې تېرکال ۵۰ زره کسان په ملاريا ناروغۍ اخته شوي، خو مړينه يې نه درلوده.

مسوولين وايي، دوه کاله وړاندې پر ملاريا ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو شمېر تر ۱۰۰ زرو رسېده، خو د پشه خانو وېش او عامه پوهاوي دا کچه پنځوس سلنه راټيټه کړې ده.

مسوولينو دا څرګندونې ننګرهار کې د ملاريا د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وکړې.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نصير احمد دراني وويل چې د ټول هېواد د ملاريا ناروغانو پنځوس سلنه کسان په ننګرهار ولايت کې دي، خو تېرکال دغه کچه پنځوس سلنه راټیټه شوې ده.

هغه زياته کړه چې درې کاله وړاندې ننګرهار کې د ملاريا ناروغۍ پېښې په کال کې تر سلو زرو رسېدې، خو اوس دا شمېرې تر ۵۰ زره را ټيټې شوې دي او د مړينې کچه يې هم صفر ده.

ده وويل، په دغه ولايت کې د ملاريا د پېښو د ډېروالي لاملونه د دغه ولايت تود اقليم، جګړې، داخلي بې ځايه شوې کورنۍ، ننګرهار ته له ګاونډ پاکستان څخه د کډوالو په زيات شمېر راستنېدل، د سيند موجوديت او د شولو کښت دی.

دراني له روغتيا وزارت څخه وغوښتل چې ننګرهار ته د ملاريا د کنټرول او صفر کولو لپاره دغه ولايت ته ډېره پاملرنه وکړي.

په ننګرهار کې د UNDP د ملاريا پرضد د مبارزې برخې مسوول ډاکټر وليد صديقي وويل چې دغې ادارې په افغانستان کې د ملاريا ناروغۍ مخنيوي لپاره له کلونو راهیسې پراخه مبارزه او له افغان حکومت سره مرستې کړې دي.

دی وايي، په تېرو څو کلونو کې د ملاريا د مخنيوي لپاره ۹ ميليونه پشه خانې وېشل شوي او دا چې ننګرهار تر نورو ولايتونو زيات تر ګواښ لاندې دی د دغو پشه خانو ډېره برخه چې نږدې درې نيم ميليونه کېږي ننګرهار کې خلکو ته وړيا ورکړل شوې دي.

په همدې حال کې د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل وويل چې د ننګرهار او په ځانګړې توګه د جلال اباد ښار چاپيريال پاکوالي او د اوبو او ډنډونو تنظميم ته پوره پاملرنه نه ده شوې چې له امله یې ډېر کسان په ملاريا ناروغۍ اخته کيږي.

دى وايي چې اړوند ارګانونه او خلک بايد په ګډه هڅې وکړي ترڅو د ملاريا ناروغۍ لمن ورټوله کړي.

د يادونې ده چې د اپريل ۲۵ مه د روغتيا د نړيوال سازمان له لوري ملاريا سره د مبارزې نړيوالې ورځې په نوم نومول شوې چې هر کال د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

Views: 33

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.