کابل (پژواک، ٢٠ غويى ١٤٠٠): د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر د متحده عربي اماراتو د سپورټونو له ادارې سره د افغان لوبغاړو پر دايمي ويزو خبرې کړې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د غويي په ٢٠مه پژواک اژانس ته وويل چې د بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي د متحده عربي اماراتو د سپورتونو د عمومي ادارې له سکرتر جنرال سيد عبدالغفار حسين سره پر يو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.
هغه زياته کړه چې په دې ليدنه کې يوسفزي له نوموړي د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړو لپاره د متحده عربي اماراتو د اوږودمهاله ويزو ورکړه، هلته د کورني کرکټ لوبغالي اوږودمهال تړون او پر يو شمېر نورو مهو موضوعاتو خبرې وکړې.
د هوتک په وينا، د اماراتو د سپورتونو ادارې مشر سید عبدالغفار حسين له لوري د افغانستان کرکټ بورډ مشر ته د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړل شو.
د يادونې ده، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او ځيني مسوولين ډېرى مهال متحده عربي اماراتو ته د سفر پر مهال د ويزو له ستونزو سره مخ وي.
Views: 239
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP