ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اماراتو د افغانستان کرکټ بورډ ته د همکاریو ډاډ ورکړ

اماراتو د افغانستان کرکټ بورډ ته د همکاریو ډاډ ورکړ

author avatar
10 May 2021 - 11:44
اماراتو د افغانستان کرکټ بورډ ته د همکاریو ډاډ ورکړ
author avatar
10 May 2021 - 11:44

کابل (پژواک، ٢٠ غويى ١٤٠٠): د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر د متحده عربي اماراتو د سپورټونو له ادارې سره د افغان لوبغاړو پر دايمي ويزو خبرې کړې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د غويي په ٢٠مه پژواک اژانس ته وويل چې د بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي د متحده عربي اماراتو د سپورتونو د عمومي ادارې له سکرتر جنرال سيد عبدالغفار حسين سره پر يو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.

هغه زياته کړه چې په دې ليدنه کې يوسفزي له نوموړي د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړو لپاره د متحده عربي اماراتو د اوږودمهاله ويزو ورکړه، هلته د کورني کرکټ لوبغالي اوږودمهال تړون او پر يو شمېر نورو مهو موضوعاتو خبرې وکړې.

د هوتک په وينا، د اماراتو د سپورتونو ادارې مشر سید عبدالغفار حسين له لوري د افغانستان کرکټ بورډ مشر ته د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړل شو.

د يادونې ده، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او ځيني مسوولين ډېرى مهال متحده عربي اماراتو ته د سفر پر مهال  د ويزو له ستونزو سره مخ وي.

Visits: 239

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.