ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“چين، افغان حکومت ته د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د همکاريو ډاډ ورکړ”

“چين، افغان حکومت ته د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د همکاريو ډاډ ورکړ”

author avatar
18 May 2021 - 12:22
“چين، افغان حکومت ته د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د همکاريو ډاډ ورکړ”
author avatar
18 May 2021 - 12:22

کابل (پژواک، ٢٨ غويى ١٤٠٠) : د چين د بهرنيو چارو وزير ويلي چې هېواد يې د افغانستان له حکومت سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د مرستې ترڅنګ چمتو دی چې د سولې خبرو کوربه توب وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د غويي په ٢٨مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر پرون ماښام د چین د بهرنیو چارو له وزیر، وانګ يي سره ټیلېفوني خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې، د دغې اړيکې په ترڅ کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې بهیر، له کروناويروس او د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژیکو اړیکو پیاوړتیا او په افغانستان کې د سولې او سیمې هېوادونو د سوکالۍ په اړه خبرې وکړې.

حنيف اتمر د افغانستان سولې په بهیر کې د چین د هر اړخیزو همکاریو، په ځانګړي ډول په هېواد کې د تلپاتې او باعزته سولې د تأمین او د دایمي اوربند د رامنځته کولو په اړه د افغانستان له دريځ څخه د ملاتړ لپاره ستاینه وکړه او په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې د دواړوهېوادونو ترمنځ د ستراتېژیکو همکاریو پراخول یې د اهميت وړ وبلل.

هغه له کرونا ویروس سره په مبارزه کې له افغانستان سره د چین له مرستو څخه هم قدرداني وکړه.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د افغانستان روغتيا سکتور لپاره د کرونا واکسین او د طبي لابراتوار تجهیزاتو د چمتو کولو سربېره، د زیربناوو او ښاري ترانسپورټ د پیاوړي کولو لپاره د ماشینونو په چمتو کولو کې له افغانستان سره د خپلو همکاریو د دوام په اړه د هېواد بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ.

وانګ یي زياته کړه چې د چین خلکو جمهوریت به په افغانستان کې د تلپاتې سولې رامنځته کولو لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د خبرو په ترڅ کې په هېواد کې د سولې د تأمین او د سیمه‌ ييزې اجماع د پیاوړي کولو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتېژیکو همکاریو پر پراختیا، په نږدې راتلونکي کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه ناسته هم تر بحث لاندې ونیول شوه.

د يو بل خبر له مخې، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب هم پرون د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره ټیلېفوني خبرې کړې دي.

وانګ يي په دغې اړيکه کې ويلي چې چین یو خپلواک، مقتدر او يو موټی افغانستان غواړي او په افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو ته یوازینۍ مناسبه حل‌لاره سیاسي جوړجاړی دی.

د ملي امنیت سلاکار او د چین د بهرنیو چارو وزیر ترهګري یو ګډ ګواښ وباله چې باید دواړه هېوادونه مبارزه ورسره وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ یي وړاندیز وکړچې چین به افغانستان کې د سولې لپاره په سیمه‌یزه کچه خپلې هڅې پراخې کړي.

ډاکټر محب د سولې په برخه کې د چین له ملاتړه مننه وکړه او و یې ویل چې افغانستان هیله‌من دی ټولې هڅې سولې ته د طالبانو د مجبورولو لپاره وکارول شي. له دې جملې د ملګرو ملتونو له لوري پر طالبانو بندیزونه یادولی شي.

بلخوا چينايي رسنيو خبر ورکړى چې د بهرنيو چارو وزير وانګ يي، له افغان چارواکو سره په اړيکو کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړى دى.

سرچينې زياته کړې، د چين د بهرنيو چارو وزير ویلي چې له افغانستان سره به د ترهګرۍ پر ضد د وړتياوو ډېرولو په برخه کې هم مرستې وکړي.

هغه ويلي چې د سيمې هېوادونه بايد د افغانستان د سولې او ثبات لپاره همکاري وکړي.

ده زياته کړې، هېواد يې چمتو دى چې د افغان سولې خبرو کوربه توب وکړي.

د سياسي چارو کارپوه پاينده حکمت وايي، په افغانستان کې موجوده وضعیت ته په کتو افغان حکومت ته په کارده چې د سيمې له هېوادونو سره خپلې اړیکې لاپیاوړې کړي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، په دې حساسو شرايطو کې په ځانګړې توګه له نږدې ګاوڼډي هېواد چین سره د هر اړخیزه اړیکو پالل خورا مهم دي .

د هغه په وينا، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته چین کولاي شي چې د افغانستان په ثبات کې مهم رول ولري، ځکه چې چین د سیمې پر هېوادونو نفوذ لري، افغان حکومت ته په کار ده چې د چین له دغه نفوذ څخه اغېزناکه ګټه پورته کړي.

Views: 68

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.