ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تر اوسه افغانستان کې څه باندې ٦٤ زره کسان په کرونا اخته شوي

تر اوسه افغانستان کې څه باندې ٦٤ زره کسان په کرونا اخته شوي

author avatar
18 May 2021 - 14:20
تر اوسه افغانستان کې څه باندې ٦٤ زره کسان په کرونا اخته شوي
author avatar
18 May 2021 - 14:20

کابل (پژواک، ٢٨ غويی ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٣٠٣ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ١١ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د غويي په ٢٨ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٨٠٩ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٣٠٣ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٦٤١٢٢ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه پېښو کې ١٢٥ کسان په کابل، ٤٢ په کندهار، ١٨-١٨ په ننګرهار او هلمند، ١٦ په بلخ، ١٠ په اروزګان، ٩ په لغمان، ٧-٧ په هرات، کندوز، نيمروز او میدان وردګ، ٦ په غزني، ٥-٥ په دايکنډي، پنجشېر، زابل او فراه، ٣-٣ په باميان او کونړ، ٢ په بدخشان او ١-١ په فارياب، پروان او خوست ولايتونو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٠٨ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٥٥١١٨ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ١١ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢٧٦٢ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٦٤ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٣٧ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٣،٣ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.