ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له يوولسو مياشتو وروسته د کرونا تر ټولو ډېرې ٤٥٣ پېښې په ٢٤ ساعتونو کې ثبت شوي

له يوولسو مياشتو وروسته د کرونا تر ټولو ډېرې ٤٥٣ پېښې په ٢٤ ساعتونو کې ثبت شوي

author avatar
19 May 2021 - 15:13
له يوولسو مياشتو وروسته د کرونا تر ټولو ډېرې ٤٥٣ پېښې په ٢٤ ساعتونو کې ثبت شوي
author avatar
19 May 2021 - 15:13

کابل (پژواک، ٢٩ غويی ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٤٥٣ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ١٠ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د غويي په ٢٩ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٣٠٦٢ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٤٥٣ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٦٤٥٧٥ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه پېښو کې ١١٦ کسان په کابل، ٧١ په کندهار، ٥٠ په جوزجان، ٣٧ په ننګرهار، ٣٧ په لوګر، ٢٩ په بلخ، ٢١ په میدان وردګ، ١٩ په پکتيا، ١٦ په کندوز، ١٢ په هرات، ٩ په لغمان، ٨ په پنجشېر، ٧ پروان، ٥ په فراه، ٤-٤ په بغلان، کاپيسا او غور، ٣ په کونړ او يو هم په بدخشان ولايت کې په کرونا ويروس اخته شوى دى.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤١١ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٥٥٥٢٩ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ١٠ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢٧٧٢ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٦٤ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٣٩ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٤،٣ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.