کابل (پژواک، ٣٠ غويى ١٤٠٠): په افغانستان کې د امریکا شارزدافیر راس وېلسون وايي چې طالبان د جګړې پيلولو مسوولين دي؛ ځکه چې دوى تل پر افغان ځواکونو او ملکي وګړونو بريدونه کړي دي.
هغه د فرانسې له خبري اژانس (اى اېف پي) سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي چې د جګړې پیل د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه نه، بلکې طالبان کوي.
وېلسون زياته کړې: “د افغانستان ملي اردو طالبانو پسې نه ده تللې، بلکې طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو، د ملکیانو د اوسېدو پر ځایونو، پر بازارونو او ښارونو کې پر ملکي خلکو بریدونه کړي او په نښه کړي یې دي. “
نوموړي د وسله والو طالبانو پر دې ډول کړنو ناهيلي ښودلې او د افغانانو پر ضد يې د تاوتريخوالي پېښو ډېرېدل د نه منلو وړ بللي.
دغه امريکايي لوړپوړي ډيپلومات داعش ډله په افغانستان کې “قوي ځواک” یاد کړ او زیاته کړې يې ده چې د کابل شکردرې ولسوالۍ پر یوه جومات او د دشت برچي په سیمه کې د نجونو پر ښوونځي بریدونه د همدې ډلې کار و.
خو وېلسون دا هم وايي چې د دې ډلو شتون په دې معنا نه دی چې “طالبان وبښل شي”؛ ځکه د هغه په وينا، طالبان يا په مستقیمه توګه په تشدد کې لاس لري او یا د “ترهګرۍ له موجویت سره په ژوره توګه لاس لري. “
سره له دي چې طالبانو په بریدونو کې لاس لرل رد کړي او داعش یې د کولو ادعا کړې، خو د افغانستان حکومت معمولاً د دغو بریدونو ملامتي پر طالبانو اچوي؛ ځکه حکومت وایي چې داعش ډله دوه کاله وړاندې د ننګرهار په ولایت کې چې قوي مرکز یې و، سخته وځپل شوه.
خو په افغانستان کې د تشدد له ډېرېدو سره سره، د امریکا شارزدافیر وایي، واشنګټن لا هم هیله لري چې یوه سوله يیزه نتیجه به ترلاسه شي.
هغه زياته کړې: “زموږ هڅه دا ده چې داسې یوه سیاسي موافقه وشي چې د اوربند لامل او جګړه د تل لپاره بنده شي. “
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP