ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې د مسلکي او تخنیکي انستیتیوت کمپلېکس ودانۍ جوړه شوه

سمنګان کې د مسلکي او تخنیکي انستیتیوت کمپلېکس ودانۍ جوړه شوه

author avatar
27 May 2021 - 18:41
سمنګان کې د مسلکي او تخنیکي انستیتیوت کمپلېکس ودانۍ جوړه شوه
author avatar
27 May 2021 - 18:41

کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۰): د المان هېواد له لوري د شاوخوا یونیم میليون یورو په لګښت د کثیرالرشتوي مسلکي او تخنیکي انستیتیوت کمپلېکس ودانۍ نن په سمنګان ولایت کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په دغه ولایت کې د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو امر رحمان الله رحماني وویل، یاده شوې ودانۍ د المان هېواد په بلاعوضه مالي مرسته د دغه ولایت په مرکز ایبک ښار تفصیلي پلان سیمه کې په ۱۸ جریبه دولتي ځمکه کې په درېیو بلاکونو کې جوړه شوې ده.

ده زياته کړه چې لومړۍ ودانۍ یې په ۹۰۰ متره مربع مساحت ځمکه په دوو پوړونو کې په اساسي ډول جوړه شوې چې له ټولو ملحقاتو سره ۱۷ خونې لري.

د هغه په خبره، دوه نورې ودانۍ یې په ۱۳۸۰ متره مربع مساحت ځمکه په دوو پوړونو کې جوړې شوې چې ۲۶ درسي ټولګي لري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه انستیتیوت کې ۸۰۰ محصلين چې مخکې یې د کرنې مسلکي لېسه ودانۍ کې په تدریس بوخت وو او د درسي ټولګیو له کمښت سره مخامخ وو، خو د دغو ودانیو په جوړېدو سره د محصلينو ستونزې حل شوې.

مرستیال والي صفت الله سمنګاني بیا د دغه انستیتیوت له محصلينو او مسوولینو څخه وغوښتل چې د دغې ودانۍ په ساتنه کې جدي پاملرنه وکړي.

د یادونې ده چې په سمنګان کې لومړنۍ د کرنې لېسه په ۱۳۸۱ کال کې جوړه شوې او دغې لېسې په ۱۳۹۲ کال کې انستیتیوت ته ارتقا وکړه.

په سمنګان کې د دره صوف پایین، حضرت سلطان، خرم سار باغ، فیروز نخچیر ولسوالیو او د دغه ولایت مرکز ایبک کې ۲ انستیتیوتونه او ۴ لېسې فعالې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.