ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د خصوصي ښوونيزو مرکزونو مسوولينو د قرنطين پرېکړه ناسمه وبلله

په ننګرهار کې د خصوصي ښوونيزو مرکزونو مسوولينو د قرنطين پرېکړه ناسمه وبلله

author avatar
3 Jun 2021 - 13:44
په ننګرهار کې د خصوصي ښوونيزو مرکزونو مسوولينو د قرنطين پرېکړه ناسمه وبلله
author avatar
3 Jun 2021 - 13:44

جلال اباد (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۰): په ننګرهار کې د خصوصي پوهنتونونو، انسټيټیونو، ښوونيزو مرکزونو او ښوونځيو مسوولينو د کرونا له امله د دغو ادارو پنځلس ورځنی قرنطين د روغتيا وزارت ناسمه پرېکړه ياده او غوښتنه يې وکړه چې په دغه پرېکړه له سره غور وکړي.

دوی وايي، سره له دې چې د نورو ولايتونو په پرتله ختيځ کې د کرونا پېښې کمې شوي او هېڅ خطرات موجود نه دي، خو بيا هم دا پرېکړه شوې ده.

د دغو ښوونيزو ادارو مسوولينو ګواښ وکړ، که حکومت خپله پرېکړه بدله نه کړي نو دوی به په خپلسرې توګه بېرته خپلې ادارې پرانېزي او يا به هم په اعتراضي لاريونونو پيل وکړي.

ننګرهار کې د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د ټولنې مشر ډاکټر احمد طارق کمال وويل، ښوونځيو او د لوړو زده کړو ادارو ميليونونه افغانۍ پانګونه کړې او زرګونه کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې، خو حکومت د دې پرځای چې له دوی سره همکاري وکړي وخت ناوخته پرې دغه ډول پرېکړې پلې کوي.

په ننګرهار کې د خصوصي ښوونځيو د ټولنې مشر رييس الحق ناصري وايي چې دغه پرېکړه نه يوازې دلته د زرګونه کسانو د بې روزګارۍ لامل ګرځي، بلکې د ځوانانو د راتلونکي د خرابوالي سبب هم ګرځي.

د هغه په وينا، په ننګرهار کې زرګونه کسان په زده کړو بوخت دي او سره له دې چې کرونا دومره جدي هم نه ده، خو بيا هم دا پرېکړه شوې ده.

په ننګرهار کې د ښوونيزو مرکزونو د ټولنې مشر ذبيح الله قيس وايي، که حکومت رښتيا هم کرونا جدي نيسي، نو بايد په لويو غونډو، د دولتي مقاماتو په ملاقاتونو او نورو ځايونو بنديزونه ولګوي.

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د ټولنې وياند فضل کريم ناصري وايي، چې دغه پرېکړه يوازې د ۱۶ ولايتونو لپاره شوې که رښتيا هم کرونا جدي وي، نو ټولو ولايتونو کې بايد دغه پرېکړه شوې وای او که کومه بله ستونزه وي، نو بايد ښوونيز سيسټم سياسي نه شي.

د دغه کنفرانس ګډونوالو د يو پرېکړه ليک په خپرولو ګواښ وکړ چې که يې غوښتنې ونه منل شي، نو دوی به په پراخو اعتراضي لاريونونو پيل وکړي، ډېر ژر به خپلې حضوري زده کړې پيل کړي او که راتلونکي کې د دغه ډول پرېکړو پرمهال د دوی نظر وانخیستل شي نو پراخه مدني حرکتونه به پيل کړي.

څو ورځې وړاندې د روغتيا وزارت اعلان وکړ چې د ننګرهار په ګډون ۱۶ ولايتونو کې د کرونا د شدت له امله به پوهنتونونه، ښوونځي او نور ښوونيز مرکزونه د دوو اوونيو لپاره بند وي.

Views: 234

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.