ایبک (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۰): د سیمه ییزې اردو یو قوماندان وایي چې د سمنګان په روی دواب ولسوالۍ کې لس وسله وال طالبان او دوه دولتي سرتېري وژل شوي دي.
په روی دواب کې د سیمه ییزې اردو یوه قوماندان عزیزالله پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې لس طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړه چې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم دولتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.
د عزیزالله په خبره، دغه راز په دې نښته کې دوه دولتي سرتېري هم وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
هغه وويل چې وسله وال طالبان په یاده سیمه کې د تاس او چنغر غرونو ته تښتېدلي دي.
پژواک هڅه وکړه په دې اړه د یادې سیمې د اوسېدونکو نظر هم واخلي، خو اړیکه ورسره ټینګه نه شو.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP