Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې درې محصلين او دوه پوليس وژل شوي

خوست (پژواک ، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۰): امنيتي چارواکي وايي چې په خوست کې په دوو امنيتي پېښو کې درې محصلين او دوه  پوليس وژل شوي دي.

د خوست امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول نجيب احمد نجيب د غبرګولی په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د دغه ولايت د صبريو ولسوالۍ د يعقوبيو ښارګوټي ته څېرمه پر يوه موټر ډزې شوې دي.

هغه زياته کړه چې موټر ښار ته پر لاره و چې په کې سپاره درې محصلين وژل شوي او یوه ښځه ټپي شوې ده.

نوموړي وویل، د پېښې په اړه یې څېړنې روانې دي او نور جزئيات به یې وروسته په ډاګه شي.

د یوه بل خبر له مخې، د خوست د تڼيو ولسوالۍ په «سره کوټ» سیمه کې وسله والو د پولیسو پر یوه رینجر موټر ډزې کړې چې امله يې دوه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول نجيب احمد نجيب پژواک ته وويل، دغه پوليس یادې ساحې ته د ځنګل وهنې مخنیوي په موخه تللي وو چې د وسله والو له کمين سره مخ شول.

د‌ دغه برید مسوولیت تر دې دمه چا پر غاړه نه دی اخیستی او نه هم وسله والو طالبانو رسنيو ته څه ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.