Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مالیې وزارت: په ټولو ګمرکونو کې د کمېشنکارۍ پروسه پای ته ورسېده

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۰) : د افغانستان د مالیې وزارت وایي چې نن د دوو وروستیو ګمرنونو (تورخم او اسلام قلعه) د کمېشنکارانو یوزرونه بند او له دې سره په ټولو ګمرکونو کې د کمېشنکارۍ پروسه پای ته ورسېده.

د دغه وزارت له خوا د غبرګولي په ۲۰مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ګمرکونو لوی ریاست نن د وروستیو دوو ګمرکونو ( تورخم او اسلام قلعه) د کمېشنکارانو یوزرونه هم بند کړل.

سرچینې زیاته کړې، د یادو دوو ګمرکونو د کمېشنکارانو د یوزرونو په بندېدو سره د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د کمېشنکارۍ پروسه پای ته ورسېده.

د مالیې وزارت ویلي، د ګمرکونو قانون د اوولسمې، اتلسمې او نولسمې مادو د تعدیل له مخې، په ګمرکونو کې د کمېشنکارانو پروسه لغوه شوې او سوداګریز شرکتونه مکلف دي چې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحل لپاره د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي چې تر اوسه د هېواد په کچه شاوخوا ۱۶۰۰ سوداګریزو شرکتونو په یاد سیستم کې یوزرونه جوړ کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ګمرکونو لوی ریاست یو ځل بیا له ټولو هغو سوداګریزو شرکتونو څخه چې تر اوسه یې د اسیکوډا په سیستم کې یوزر نه دی جوړ کړی، غوښتنه کوي چې ژر تر ژره د هېواد په کچه د ګمرکونو ادارو ته مراجعه وکړي او د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحلو لپاره په یاد سیستم کې یوزر جوړ کړي.

د مالیې وزارت وایي، چې له دې وړاندې د هېواد په ټولو ګمرکونو کې ۵۶۵ کمېشنکارانو فعالیت کاوه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې د پرېکړې له مخې د ګمرکونو قانون ۱۷، ۱۸ او ۱۹ مې مادې تعدیل چې له دې سره په ګمرکونو کې د کمېشنکارۍ پروسه لغوه شوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.