میمنه (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۰): امنیتي سرچینې وايي چې د فاریاب د پښتونکوټ ولسوالۍ په بند ابګردان دهندره سیمه کې پر امنیتي ځواکونو د طالبانو برید کې درې امنیتي سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
په یاده سیمه کې د عامه ساتنې مېشت کنډک قوماندان فیروز دهندره ګي د دغه مطلب تر څنګ وویل، طالبانو تېره شپه په یاد بند او علیکه کلي کې پر امنیتي سرتېرو برید وکړ.
هغه زیاته کړه، د تېرې شپې په برید کې دوه سرتېري د بند په سیمه او یو سرتېری په علیکه کلي کې وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
نوموړي وویل، په دهندره کې د طالبانو د برید اصلي موخه د ابګردان د جوړېدو کار بندول دي، که حکومت په دې برخه کې جدي پاملرنه ونه کړي، سیمه ییز ځواکونه قوي او مجهز نه کړي، دهندره سقوط کوي چې نه یوازې د بند چارې درېږي، بلکې د جګړې خط د میمنې ښار څنډو ته رسېږي.
د فاریاب امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالکریم یورش هم له جزیاتو پرته وویل، په دغه برید کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو په دې نښته کې د خپلو کسانو د وژل کېدو ادعا ردوي او وايي، د دې ډلې درې غړي ټپیان شوي دي.
د دهندرې بند د جوړېدو کار د ۱۳۹۶ کال په لړم میاشت کې د ۳۷ میلیون ډالرو په لګښت پیل شوې او د سیمه ییزو مسوولینو په خبره تر اوسه یې لس سلنه چارې ترسره شوې دي.
مسوولین وايي چې تر اوسه د دې پروژې تر ۱۵۰ ډېر امنیتي سرتېري وژل شوي او ټپیان دي.
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن