Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې کرونا ۹۱ کسان مړه کړي

کابل (پژواک، ٩ چنګاښ ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٥٥٧ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٩١ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د چنګاښ په نهمه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٥٠٥١ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ١٥٥٧ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٢٠٢١٦ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت له لورې په نننۍ خپره شوې خبرپاڼه کې په جلا- جلا ډول د هر ولايت د مثبتو پېښو، مړيني او بېرته جوړ شوو کسانو په اړه وضاحت نه دی ورکول شوى.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٩٦٦ کسان د کرونا له ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۷۰۹۸۲ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٩١ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ۴۹۶۲ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٨٢ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٦٦ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٣،٩ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.